The news is by your side.

نن د عمران خان سر ټګ کوي خير يا بې خيره

خبريال ویب پاڼه/ پاکستان پارلمان نن د دې هېواد لومړي وزیر عمران خان سرنوشت ټاکي.
په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان په کچه لوړ سیاسي ګړکيچونه رامنځته شوي چې د حل لپاره يې هیڅ هیله نشته.
که عمران خان د باور رایه ترلاسه کړي نو لومړی وزير دی او که چیري یې باوره شي نو حتمي ده چې زیان به ويني.
نن دوشنبې د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د عمران خان لپاره راي ګيري کيږي چې د عمران خان سر به ټک وکړي او که به يې دا پيښه په بې خيري تمامه شي.
اپوزيسيون سخت په قهر دی هغوی دولت هم په دې تورن کړ چې له خپلو وسایلو په استفادې د عمران خان پلوي کوي او تبليغات ورته کوي خو د کورنيو چارو وزير يې دا ادعا ردوي.
له دې سره خوا چې د عمران پر ضد اپوزيسيون او پارلمان را ولاړ شوی ولس يې هم پر ضد پاڅېدلی چې پر ډيرو لويو ښارونو کې لاريونونه په یوه او بله بهانه او موضوعاتو روان دي د کورنیو چارو وزير شيخ رشيد ويلي چې په اسلام اباد کې به چاته د پرلت کولو اجازه ورنکړي.
د عمران خان ويره داده چې د ده پر ضد تحريک سره ښايي د ده ګوند غړي هم ملګري شي او په دې توګه دې له قدرته لیري او د باور رایه ترلاسه نکړي.
تيره د مسلم ليګ ګوند مشرې مريم نواز ويلي وو، چې په ګډه سره به د عمران خان پر ضد دريږي او هغه به له هېواده شړي.
اوس که عمران خان‌ د باور رایه ترلاسه نکړي نو لیري نه ده چې پاکستان کې به د ستونزو يو بله لار هم پرانستل کیږي

Comments are closed.