The news is by your side.

قطر يې هم له تالبانو سره خرابوي

خبريال ویب پاڼه/ د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحيم الثاني په خپلو تازه او تيرو څرګندونو کې له تالبانو وغوښتل چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي خو دوی دا ونه منله اوس يې ترې بله غوښتنه کړې.
الثاني ويلي هیڅ هېواد نشته چې پر تالبانو نفوذ ولري او هغوی لارې ته کړي هغه ويلي ځکه نو له تالبانو غوښتنه کوو، چې له نړيوالو سره د ترسره شويو ژمنو په رڼا کې دي دوی يو پاليسي جوړه کړي او بيا دي له نړۍ سره وپالي.
قطر وروسته له هغه د تالبانو مقابل کې جدي شوی چې تالبانو تر شپږم ټولګي لوړې نجونې در درسونو پرځای کورونو ته واستولې، محمد الثاني دوه ورځې وړاندې له تالبانو وغوښتل چې د افغان نجونو د زده کړو په برخه کې د خنډ پريکړه بايد دوی بيرته واخلي، خو تالبانو ونه منله.
اوس تازه یې بيا د يوې عامې اړيکيزې پاليسۍ تمه ښودلې خو دا به هم پوره نشي.
قطر او تالبان
قطر د تالبانو د نړيوال مشروعيت يوازنۍ هيله ده کله چې هغوی جګړه کوله همدې قطر ورته مشروعيت ورکړ او کله چې دوی پر واک دي نو همدا قطر دی چې زغمل يې دي ځکه نو تالبان اوس حتمي باید ايله د قطر خبره خو ومني.
نړيوال مشروعيت
تالبان په خپله واکمني کې د پاڼ او پړانګ ترمنځ دي نشي کولی چې یو يا بل څه وکړي ځکه لاس یې په مشروعیت پسې تړلي او اړتیا ده چې نړيوال رسمیت ترلاسه کړي خو په دې طريقو نه چې اوس مهال دوی روان دي
تالبانو په ژمي کې ژمنه وکړه چې د افغان نجونو د زده کړو ممانعت نکوي او هغه مهال د نړۍ له تاوده هرکلي سره مخ شول خو اوس چې يې خپله ژمنه پوره نکړه نو نړۍ ښايي ورته زيانونه واړوي بندیزونه پرې ولګوي او داسې نور خنډونه

Comments are closed.