يوه انجمن د تښتيدلي غني وينا لغوه کړه

خبريال ویب پاڼه/ د مارچ پر ۳۱ د امريکا د خلکو پيژندنې انجمن له لوري يوه ناسته را بللې او تمه وه چې اشرف غني دې انجمن ته وینا وکړي خو دا وینا وروسته له هغه لغوه شوه چې ډیری افغان مدني فعالانو اعتراض وکړ.
د دې انجمن يوه فعال ګډون وال وویل چې اشرف غني اوس د افغانانو استازولي نشي کولی ځکه نو موږ اعتراض وکړ او د هغه وينا مو لغوه کړه.
د خلکو پيژندنې انجمن له پخواني تښتيدلي ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي وو، چې د خلکو پيژندنې او افغانستان پخواني ولسمشر په صفت هلته وینا وکړي.
کله چې دې انجمن دا اعلان وکړ و رسره سم له دې پريکړه سره ۵۰۰ افغان فعالانو خبریالانو او شنونکو مخالفت و کړ چې سمدستي د ې انجمن د هغه وينا لغوه اعلان کړه.
تابش فروغ د دې شکایت کوونکو یوه ګډونوال وويل موږ ښاري مسولیت لرو د هغه چا مخالفت وکړو چې افغانستان يې ترورستانو ته تسلیم کړ.
له کله نه چې اشرف غني له هېواده تښتيدلی یوازي دوه ځله لکه طوطي پر خبرو راغلی.
هغه په خپله وروستۍ وینا کې چې د نوي کال په مناسبت يې وکړه وويل چې افغانستان کې سوله لاهم نه ده راغلې ولې جګړه درېدلې ده.
د ده په وینا افغانستان کې دومره بد حالت راغلی چې يوه مور دې ته حيرانه ده چې کوم زوی وږی پريږدي او کوم زوی په مړۍ موړ کړي.
تښتيدلی غني
غني د اګست پر ۱۵ نېټه له کابل څخه پر داسې مهال وتښتیدی چې دلته يې هرڅه ګډوډ پرېښودل او ولاړی هغه وویل له دې خاطره یې افغانستان پرېښود چې د وینو تویولو مخه ونيسي ځکه نو یې جګړه ونکړه.
د غني له تېښتې سره سم د جمهوريت شل کلن واک دړې وړې شو شل کلنې لاس ته راوړنې له منځه ولاړې او هرڅه برباد شول.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro