The news is by your side.

رسمي منعه شوې خو ولایتونو کې نجونې تر دولسم ټولګي پوري ښوونځیو ته ځي

خبريال ویب پاڼه/ له کومې ورځې چې تالبانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي ورسره سم نړیوال غبرګونونه هم را پورته شوي او داسې ويل شوي چې تالبانو يوازي په نړیوالو ته د فشار په توګه دا خبره وړاندې کړې او په اصل کې داسې څه نشته چې نجونې دي له شپږم ټولګي لوړې زده کړې نه کوي خو يو شمېر ولایتونو کې نجونې په نورمال شکل ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي لوړ هم دوام ورکړی.
د خبریال ويب پاڼې موندنې ښيي چې تالبانو د نجونو زده کړې تر شپږم ټولګي لوړې په رسمي ډول منعه کړې او یوازی يې دا ږغ په نړيوالو واوریدې خو په اصل کې يې هدف دا وو چې پر نړيوالو باندې یو فشار راولي.
له سهيلي ولايتونو يو شمېر سرچينې وايي چې په دې ولايت کې تر شپږم ټولګي لوړ د نجونو د زده کړو په وړاندې هيڅ ممانعت نه دی موجود او زده کوونکې په نور مال شکل زده کړو ته ادامه ورکوي.
له هرات ولايت څخه هم راپورونه دادي دلته يوشمېر ښوونځيو کې د توقع خلاف نجونې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.
په عمومي ډول هم داسې ښکاري چې يوازي تالبانو په رسنیزه توګه دا خبره لويه کړه خو په دې پوهيږي که په رښتيا سره داسې يو قدم پورته کړي نو په کور دننه کې له سختو غبرګونونو سره مخ کیدای شي.

Comments are closed.

koi finance