ټي ټي پي د پاکستان په وړاندې خپل روزتي جهاد اعلان کړ
خبریال ويب پاڼه/ له کلونو کلونو را په دې خوا هرکال ټي ټي پي د پاکستان پر ضد کليز عملیاتي جهاد اعلانوي چې سږ کال يې هم پر پاکستاني عسکرو د تندریځو ګذارونو د ترسره کولو خبرداری ورکړ.
هغوی په روژه کې مياشت کې د پاکستاني عسکرو په وړاندې د سختو جګړو بريدونو او بمي چاؤدنو خبرداری ورکړ.
ټي ټي پي ويلي چې د روژې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به پر پاکستاني عسکرو تندر جوړوي.
تراوسه پوري د ټي ټي پي سره مقابله کې زرګونه پاکستاني عسکر هلاک او له منځه تللي دي ۲۰۲۲ زیږدیز کال د پاکستان او عسکرو لپاره يې ښه نه بريښي ځکه چې په دې کال هم ټي ټي پي لاهم خپله وسلواله مبارزه کوي او تر اوسه د پاکستان په چل ول کې نه ده راغلې.
د ټي ټي پي د عملیاتو پيل
که څه هم پسرلی نوی شو خو بياهم تحريک تالبان روژې ته نوبت ورکړ هغوی خپلې جګړې ته سپېڅلی جهاد وايي او فکر کوي چې يو وخت به حق پر باطل بريالی کیږي.
د ټي ټي پي له عملياتي پلان اعلان سره تر خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شيخ رشيد هم دې هېواد ته د زياتو وسلوالو ډلو د ننوتلو خبرداری ورکړی او ویلي يې دي چې په پاکستان کې به حالات خراب شي.
تراوسه پوري په پاکستان کې بي ايل اې او ټي ټي پي وسلواله مبارزه لري چې ښايي اوس داعش او ورته نورې ډلې هم سر راپورته کړي.
پاکستان د نا امنیو له دې ګواښونو سره هممهاله په سیاسي او اقتصادي کړکيچ هم مبتلا دی چې له دې حالته وتل به ورته ستونزمن شي ځکه د پاکستان د محوه کيدلو لپاره ټول حرکتونه يوځای شوي او دا هېواد به د یو شمېر نورو هېوادونو په خیر لومړی له ستونزو سره مخ او بيا له منځه يوسي
Comments are closed.