The news is by your side.

محقق: تالبانو ته د دوستم له ليدلو وروسته ګواښ کړی

خبريال ویب پاڼه/ د افغانستان د وحدت په نوم د کوم ګوند مشر محمد محقق په خپلو تازه څرګندونو کې د تالبانو په وړاندې ګواښانه تللی او ويلي يې دي دا يې ديني وجيبه ده چې د خلکو له حقونو څخه دفاع وکړي.
محقق له دوستم سره ګډ انځور نشر کړی او ويلي يې دي چې له خپلو خلکو به دفاع کوي.
هغه ويلي چې له دوستم سره يې روابط دوستانه او ډير ښه دي.
هغه ټينګار کړی چې د خلکو له حقونو به دفاع کوي هغه که خبرو او ياهم بلې لارې وي.
محقق د جمهوريت له پرزیدو سره سم له افغانستانه وتښتيد او دا مهال په کوم بهرني هېواد کې ميشت دی هغه تر دې مخکې ويلي وو چې په افغانستان کې د جګړې د بيا پيل طرفدار نه دی.
خو اوس يې له دوستم سره په ګډ انځور د جنګ دانه اخیستې او ويلي یې دي چې د خلکو د حقوقو دفاع به کوي.
دوستم تر محقق وړاندي د تالبانو د ځپلو او له هغوی سره د جګړې کولو خبرداری ورکړی وو، او کوښښ يې کړی چې ځان د پخوا په شان ځواکمن وښيي.
اوس چې محقق ورسره یو ځای شوی نو دوی به ډير ژر او حتمي د کوم غورځنګ اعلان وکړي.
د تالبانو په وړاندې ګواښونه که څه هم کمزوري دي خو ورځ تر بلې د زياتيدو په حال کې دي اوس مهال د جبهه مقاومت په نوم د قوماندان مسعود د زوی کومه وسلواله ډله فعالیت لري چې د تالبانو په وړاندې موضيع ګيري کوي او مقاومت کوي.
په ورته وخت کې بيا د تالبانو د حکومت په وړاندې يو بل ګواښ چې د داعش ډله ده هم باید له پامه ونه غورځول شي ځکه هغوی هم مقاومت کوي او ان له شتون څخه يې امريکا هم ويره څرګنده کړې خو تالبان هيڅ يوه ډله د ځان لپاره خطر نه ګڼي

Comments are closed.