The news is by your side.

تښتيدلی صالح ادعا کوي: د پنجشېر حصارک کې تالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

خبريال ویب پاڼه/ د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي چې د مقاومت ډلې په پنجشير کې تالبانو سره درنه جګړه کړې او د دې ولایت په حصارک سېمه کې يې تالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې د ده په وينا چې د دوی ژوبل اوس هم په ۴۰۰ بستريز او ايمرجنسي روغتون کې پراته دي.
د صالح د دې ادعا په هکله تراوسه تالبانو څه نه دي ويلي.
په ورته وخت کې له پنجشېر څخه سيمه ييزې سرچينې وايي چې تالبانو لومړی د مقاومت ډلې پر يوه مرکز برید کړی او بيا وروسته جګړه رامنځته شوې.
صالح او مقاومت
تښتيدلی امرالله صالح چې د جګړې په درشل یوازي يو ساعت هم په افغانستان کې پاتي نشو اوس هره ورځ پر پرديو اوږو لګیا دی او ګواښونه کوي هره ورځ د تالبانو د له منځه وړلو او هغوی ته د صدمې رسولو ګواښ کوي خو رښتيا خبره داده چې صالح له هېواده تښتيدلی او چيري پټ دی.
د پنجشير د امنیت په هکله اندېښنې
د هوا په ګرمېدو سره د افغانستان په زیاتو ولايتونو کې د نا امنیو د رامنځته کيدلو ويره موجوده ده که څه هم د پخوا په پرتله اوس افغانستان له نسبي امن څخه برخمن دی خو د افغانستان له شمالي او يو شمېر نورو ولايتونو څخه اندېښنې دادي چې هلته جګړې زور اخیستی او بريدونه زيات شوي دي.
د اوس لپاره همدا د مقاومت ډله او په يو شمېر ولایتونو کې د داعش وسلوالو شتون لوی ګواښونه دو خو تالبانو ډاډ ورکړی چې د ګواښونه به له منځه وړي
هغوی ګاونډيو هېوادونو ته هم پر نړيوال سټېج ډاډه ورکړ چې د دې هېواد خاوره به د هيڅ هېواد په وړاندې استعمال نه شي

Comments are closed.