The news is by your side.

احمد او صالح ځان د مقاومت مشران بولي خو بيا ولې تښتيدلي

خبريال ویب پاڼه/ د قوماندان مسعود زوی احمد او د اشرف غني لومړی مرستيال امرالله صالح د تالبانو په حاکمیت کې هيڅ پاتي نه شول پښې يې څلور او وتښتيدل خو اوس چې د مقاومت په نوم د ډلې يو شمېر بريدونه ترسترګو کيږي دوی فېسبوکي او رسنيز فعاليت ډير کړی او داسې انګیري چې مقاومت د دوی لپاره او د دوی تر قوماندې لاندې دي حال دا چې دوی خپله له ډاره چيري پټ دي.
د مقاومت په نوم د پنجشېر څو وسلوال ټول شوي او کله کله بريدونه کوي خو د دوی بيرغ او هرڅه بدل ښکاري که څه هم هره جګړه کې اړينه ده چې مشران مخ ته او کشران ور پسې وي خو دا داسې ډله ده چې مشران يې ډارن او کشران يې لږ دي.
د مقاومت جبهه
کله چې د تالبانو په لاس د جمهوريت شل کلنه مزل لنډ کړای شو او په کابل کې واک ته ورسېدل ورسره سم د افغانستان ټولو ولایتونو سقوط وکړ چې يوازي پنجشېر ولايت پاتي شو په دې ولايت کې دا سې انګېرل کيده چې صالح او د قوماندان مسعود زو ی هم شتون لر ي ځکه نو خلکو د مقاومت برخه کې ټينګار وکړ، تالبانو غوښتل چې له خبرو څخه پنجشېر ترلاسه کړي خو څه ناڅه جګړې وشوې.
ولې په دې موده کې د جبهې مقاومت په نوم د تالبانو په وړاندې د وسلوالې ډلې د رامنځته کيدلو اعلان وشو چې مشري به یې احمد مسعود کوي خو کله چې د ويرې کړۍ تنګه او تالبان نژدې شول د مقاومت ډلې مشرانو دوې خپلې او دوې يې پور کړلې او په تیښته بریالي شول او خپل جنګيالي یې د تالبانو محکمې ته پرېښودل.
داسې مالوميږي چې د مقاومت جبهه يوازي يو سمبوليک نوم پاتي او د خپلو مشرانو غوندي کيدلی شي چې ټول لاس په سر شي.

Comments are closed.