The news is by your side.

خليلزاد پاکستان ته تللی چې د عمران خان د پرزولو لپاره د پوځ ملاتړ ترلاسه کړي

خبريال ویب پاڼه/ زلمی خليلزاد په يوه امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی او هلته يې له قمر باجوه سره په رسنیزه ډول ليدلي.
د هغه سفر پاکستان ته پر داسې مهال ترسره شو، چې تازه عمران خان د پاکستان لومړي وزير عمران خان پر امریکا تور پوري کړ چې د ده د حکومت د نسکورولو لپاره يې تابيا کړې او له يو شمېر سياسونو سره په اوسني کړکېچ چې ده ته به د نه باور رايه ورکړي لاس لري، خو امريکا د عمران خان دا ادعا رد کړه.
اوس د عمران د ختمولو غونډه يک شنبې ته وځنډیده او په دې منځ کې خليلزاد سفر وکړ تر دې وړاندې عمران خان پر امريکا لوی تور پوري کړ بل طرف ته هغه وخت ډير لنډ شوی چې عمران خان به له واکه ليري کيږي هغه په خپل تازه دریځ کې ويلي که د باور رايه هم ترلاسه نکړي نو له واک څخه نه ليري کيږي.
د پاکستان پوځ اصل کې د حکومت واکدارا بلل کېږي او داسې ښکاري چې د عمران خان د پرزولو لپاره امريکا د پاکستاني پوځ ملاتړ تر لاسه کول غواړي چې د دې خطر له منځه وړل به د عمران خان د وس کار نه وي که چيري پوځ وغواړي چې د نه باور راي وروسته خان پر ځای شي يا ليري نودا هغوی ته وړه خبره ده.
تراوسه پوري عمران ډاډه دی چې د پوځ که ملاتړ له ځان سره نلري نو مخالفت يې نه کيږي.
خو د امریکا د شیطاني او پټو لوبو ترسره کوونکی خلیلزاد ځان رسولی او ښکاره خبره ده چې د خلیلزاد په شتون کې فساد او شر جوړیدای شي چې تاسې ووينئ او همداسې به وشي.
عمران خان په خپل نوي دريځ کې دا درک کړې چې لوبه د امریکا ده اوی د روسیې قرباني شو په پاکستان کې اوسمهال تر بل هر وخت سیاسي خلا مخ پر ډيريدو ده او د لومړي وزير پر څوکۍ د عمران خان پاتي کیدل ورځ تر بلې ستونزمن کيږي

Comments are closed.