The news is by your side.

ټرمپ افغانستان ته د بيا راګرځيدو خبرداری ورکړ

خبريال ویب پاڼه/ د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې وړانديز کړی چې امریکايي ځواکونه دي بيرته افغانستان ته ولاړ شي.
هغه مشيګن کې يوې غونډې ته تر خوله تیره وکړه او ويې ويل ښايي يوځل بيا افغانستان ته ستانه شو او ځواکونه ور واستوو، هلته زمونږ څخه پرمختللي وسلې او تجهيزات پاتي دي چې پرېښودل يې يو احمقانه کار دی.
ټرمپ تر دې وړاندې هم بایډن په ويره تورن کړی وو او له افغانستانه يې د سرتیرو ایستل او تجهيزات پرېښودل احمقانه پریکړه او د امریکا د ماتې په معنی بللې وه خو تراوسه پوري لا هم بايډن په خپلې پريکړې فخر کوي.
بايډن له افغانستان د خپلو سرتیرو په وتلو سره وويل چې هغه په تاريخ کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله او ټول امريکايان يې خپلو کورونو ته ستانه کړل د ده په وينا پر خپله پريکړه پښېمانه نه دی، خو د بايډن د دې پريکړې په هکله يو شمېر نظامي او سياسي څيرو غبرګون ښودلی او دا يې يوه احمقانه پريکړه بللې هغوی وايي له افغانستانه د سرتیرو په بيړه وتل د ماتې په معنی ده او بايډن بايد داسې نه وای کړي.
که څه هم د سولې خبرې له تالبانو سره ټرمپ پيل کړې خو پای ته بايډن ورسولې او دا ماموريت زلمي خليلزاد چې د امريکا دې پټو لوبو لوبغاړی دی مخ ته بوته.

Comments are closed.