The news is by your side.

بشردوست له تالبانو د خپلو هغه جامو لګښت غواړي چې درې رنګه ملي بيرغ پرې ټومبلی

خبريال ویب پاڼه/ رمضان بشردوست په همدې پيژندل کيږي چې د موټر رنګ يې هم د افغانستان ملي بيرغ څخه جوړ وو، او د جامو د تڼيو يا غاړې برخه يې هم له دې بيرغ څخه جوړه وه.
د تير پارلمان غړی او اوس د تالبانو سخت منتقد رمضان بشردوست لاهم کابل کې دی او هلته د تالبانو پر حکومت سخت انتقادونه هم کوي.
هغه په يوه خپرونه کې د دې سوال په ځواب کې چې تا د افغانستان د ملي بيرغ په شتون جامې جوړې کړې د تالبانو برخورد څه دی وويل په ښار کې مې يو شمېر امنیتي تالبان را ګرځوي او راته وايي چې دغه بيرغ له جامو څخه ليري کړه.
خو زه وايم که چيري دوی له دې بيرغ سره ستونزه لري يا هم نه غواړي زما دا کالي چې درې رنګه بيرغ پرې ګنډل شوی وويني دې ته دي حاضر شي چې زما د ټولو ګنډلو جامو لګښت او مصرف راکړي.
د هغه په وينا چې په تالبانو کې نوي سلنه يې پیژني او په ښار کې ورسره ډيره مينه ناکه رويه کوي لکه د مخکې حکومت عسکرو چې کوله.
هغه زياتوي د ع او غ د حکومت پر مهال یې هم له لوړ پوړو چارواکو سره راشه درشه نه درلوده او اوس هم تالبانو سره کومه اړيکه نلري.
د ده له اند اسلا م ي ام ارت مستقل نه دی او هيڅوک بايد دا فکر ونکړي، ځکه هغوی او دولت يې هيڅکله مستقل نه دي.
يوازي يو منتقد رمضان بشردوست دی چې تالبانو تراوسه زندان ته نه دی اچولی نور یې ټول يو يو ځلي حتمي بيولي او اصلاح کړي يې دي البته د ځان په وړاندې.

Comments are closed.

koi finance