The news is by your side.

د کوکنارود په بنديدو تالبان په يوه غشي دوه ښکاره کوي/ تر شا يې داستان څه دی؟

خبريال ویب پاڼه/ د افغانستان په تير شل کلن پير کې د تالب له دويم ځل پيدايښته تراوسه د دې ډلې د حيات لوی لامل کوکنار او مخدره توکي دي، کله چې موږ د ټول افغانستان په کچه د هلمند ولايت نښه د یوه جګړه ييز ولايت ورکوله نو ښکاره خبره ده چې دلته له نړيوالې تر محلي مافیا پوري مړيدې او شخوند يې واهه.
د هلمند د نا امنیو لوی راز د مخدره توکو تاج او تخت وو، چې تالبان هم پکښې پرېمانه مړيدل او د وسلو تغذيه یې هم له دې ځايه ول.
خو که په لنډو کې ووایو تالبانو له دې درکه ميليونونه ډالر کلني عايدات درلودل، په هغه وخت کې هم تالبانو او يو شمېر لوړ پوړو چارواکو يې د کوکنارو او نورو مخدره توکو په ليږد پير او پلور قاچاق کې پراخ لاس ډ لود او که داسې ووايو چې ټول تالبان قاچاق بر او ټول قاچاق بر تالبانو وو، هم مبالغه به نه وي شوې.
که په ښار دننه کې موږ کوچني قاچاق کوونکي درلودل نو ورسره سم په لیري پرتو سیمو کې موږ ان د مخدره توکو لابراتوارونه لرل، چې د تالبانو پراخ لاس پکښې په ګوته کيږي، د دوی د دې کاروبار سلسه تر نن پوري رسيږي او د تالبانو له مشرانو سره په خرمندو تارياک هيرويين او نور مخدره توکي زېرمه دي، او دادی اوس دوی په واک کې دي کله چې تالبان واک ته ورسېدل نو د نړيوالو د ټولو اندېښنو ترڅنګ په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید او ډيروالي اندېښنه هم رابرسيره شوه.
اوس چې تالبان د نړيوال مشروعيت او رسميت په لټه کې دي نو د يوه ښه په توګه یې نړۍ د تریاکو او ټولو مخدراتو د منعې رسمي اعلان وکړ، تالبان په يو غشي دوه ښکاره کول غواړي چې يو يې نړيوالو ته مشروعيت نژديکت او بل یې د دوی د امبار او زیرمه مخدراتو د بيو لوړوالی دی، له هلمنده راپورونه وايي چې يوازي د تالبانو د رهبر د فرمان په صادرولو د تریاکو بيې دوه برابره شوې دي اوس د تالبانو امبار مخدرات په ښه بيه خرڅ شی

Comments are closed.