The news is by your side.

د هغه افغان کيسه چې روسیې له افغانستانه مهاجر کړ خو اکراين کې ورسره جنګیږي

خبریال ويب پاڼه/ جلال نوري د اکراين پوځ کې د يو شمېر سرتیرو مشري هم کوي او وايي په دوطلب ډول له اوکرایني ځواکونو سره يوځای شوی دی
ښاغلی نوري وايي چې اکراين يې اوس لکه دوهم وطن چې وي د ده په وينا روسيې په افغانستان کې هم ستر جنايتونه وکړل او دا دی هر اکراين یې هم بريد وکړ ځکه نو اوس دې ورسره جنګیږي.
هغه وويل چې زه له ۱۹۹۸ زیږدیز کال راپه دې خوا په اوکراين کې ژوند کوم، کله چې زه کوچنی وم روسيې پر افغانستان برید وکړ موږ له هغه ځایه اکراين ته مهاجر شو خو اوس چيري ولاړ شو؟
د ده په وینا چې کور یې په کيف کې دی میرمن یې اکرايني ده او یوه شل کلنه لور لري، هغه وړاندې هم د روس او اکراين په جګړه کې برخه اخیستې او روسیه یې تورنه کړه چې افغانستان یې ويجاړ ګړ.
د نوموړي په خبره نور له جګړې نه تښتي او جګړه به خلاصوي له روس سره به جنګيږي.
او اجازه به ورنکړي چې خپلو موخو ته ورسيږي جلال نوري وويل چې اکراينيان هم د افغانانو په څير د روسيې په وړاندې په میړانه ودريدل او داسې ښکاري چې ماتې يې خوړلې ده.
روسيې وروسته له هغه چې اکراين له ناټو او امریکا سره اړيکې غښتلې کړې برید وکړ او تر یوه میاشت زيات وخت کيږي چې روسي ځواکونه په اوکراین کې په جګړه بوخت دي او يوازي له څو ښارونو ماسيوا يې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

Comments are closed.

koi finance