ملا حسن اخوند له يوې خطرناکې ناروغي څخه کړيږي

خبريال ویب پاڼه/ راپورونه وايي چې د تالبانو رييس الوزرا ملا محمد ح سن اخوند د زړه له ناروغي څخه کړيږي او روغتيايي وضعيت يې هم خراب دی.
خبريال او څیړونکي سیمع يوسفزي وويل ملا حسن اخوند له تیرو څو کلونو را په دې خوا د زړه په ناروغي اخته دی.
د هغه په وينا چې ډير وخت د پاکستان اغاخان روغتون کې له دې ناروغي څخه بستري وو، او کله چې ډاکټرانو وويل چې هغه باید عمليات شي خو کله چې د ده فزيکي کمزورتیا ته وکتل شول نو بيرته ډاکټران له دې چارې څخه پښېمانه شول.
پرهمدې وخت داسې اوس هم ويل کيږي چې د هغه روغتیایي وص نه دی ښه او د کابینې غونډه کې ډير کم ليدل کیږي کله چې د تالبانو په ادعا د شيخ صاحب په مشري د کابينې غونډه کندهار کې ترسره شوه هم رييس الوزرا ګډون وو کړی.
ښايي داسې بحث هم موجود وي چې د حسن اخوند پر ځای دي د تالبانو د دې مهمې څوکۍ لپاره بل څوک وړانديز شي د کندهار له غونډې وروسته یو شمېر سرچينو وويل تالبان پر دې متفق شوي د ملا حسن پر ځای د رييس لوزرا په توګه ملا ب رادر اخوند وټاکي خو وروسته بيا تالبانو دا ادعاوې رد کړې.
سميع يوسفزي وويل تر هرڅه وړاندې د ملاحسن ټاکنه ډ توقع خلاف وه خو اوس چې ټاکل شوی نو تالبان يې نو نه ليري کوي ځکه کله چې د قدرت پر سر د حقاني شبکې او برادر ترمنځ اختلافات رامنځ ته شول نو ملا حسن د يوه مصلح په توګه چې د ټولو اتفاق پرې راغلی تالبانو خپل رييس الوزرا وټاکی.
دا چې تالبان ولې د ملاحسن اخوند رنځ پټوي مالومه نه ده خو موندنې دا دي چې د تالبانو يو شمير وزيران او لوړ پوړي چارواکي تر ډيره روغتيايي ستونزې لري او ان معيوبين هم دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More