The news is by your side.

په روژه مات او پيشلمي کې کوم خواړه وخورو؟

خبريال ويب پاڼه / د اسلام مبارک دين له پيځو بیناوو څخه يوه هم روژه مبارکه ده چې هر بالغ او روغ مسلمان يې په نیولو مکلف دی. ژوره چې په يوه کال کې يو ځل راځي له پريمانه طبی ګټو سره، سره بې شمېره روحي او رواني ګټي هم لري.
په روژه کې که څه هم لوږه زياته وي مسلمان په تکليف وي خو له بله پلوه بیا همدا تکلیف د داسي ناروغيو مخه نیسې چې په نړۍ کې يې تر اوسه درملنه نه ده ممکنه . لکه د وینې د لوړ فشار، چاغي او داسې نورې ناروغۍ يادولای شو.

اوس راځو دېته چې په روژه مات کې باید له کومو خواړو څخه استفاده وکړو تر څو مو بدن ښه پريمانه انرژي تر لاسه او د سبا لپاره د روژې نيولو ته چمتو شي.
په لومړي سر کې بايد لاندي سوالونو ته ځوابونه ووایو: روژه باید په کومو خوړو ماته شي ؟
کوم خواړه باید لومړی د روژه ماتي په وخت کې ونه خورو؟
روژه ماتی عینن لکه د سهار سبا ناری داسي خاصیت لري داسي خواړه باید وخوړل شي چې ژر هضم او زياته انرژي ولري، د روژه ماتي په وخت کې باید داسې خواړه وخوړول شي چې د بدن اوبه او قندي مواد پوره کړي . په روژه مات کې تر ټولو ښه خوارک د خرما دی چې ګلوکوز او د بدن اوبه پوره کولای شي خرما نه يوازي دا چې د بدن اوبه پوره کوي بلکي په زیاته اندازه کالوري هم توليدوي چې په بدن کې د زياتي انرژۍ د منځته راتګ سبب ګرځي.
له خرما وروسته چې بدن ډیره اړتيا ورته لري هغه د اوبو څښل دی چې لوی انسان باید لیږ تر ليږه يولس نه تر دولس ګيلاسه اوبه په يوه ورځ کې وځْښي که دبدن اوبه مو پوره نه وي د ورځي په جريان کې به له ډول،ډول تکلیفونو سره مخ شې.
په روژه مات کې باید هغه له خوړو څخه استفاده کمه وکړو چې ډير غوړ او چربي ولري ، ځکه په روژه کې زموږ په ساعتونو ساعتونو څه نه خورو او بله دا چې بدن مو اوبو ته سخت ضروت لري چې غوړ خواړه مو نه يوازي د بدن اوبه نه پوره کوي بلکي په بدن کې ذخيره شوی اوبه مو هم له بدنه څخه جذبوي .
په پيشملي کې بايد له داسي خوړو څخه استفاده وشي چې د بدن د اوبو اړتيا مو راپوره کړي.
مستې : په پيشملي کې مستي تر ټولو مناسب خواړه دي. ځکه په خوږو مستو کې کټوري بکتریاوې شتون لري چې دا د هضم پروسه ډیره کړندي کوی.
شین چای : له دریو تر څلورو ګيلاسو شين چای څښل به مو د بدن اوبه کافي اندازه پوره کړي او د ورځي په جریان کې به له ګڼو ستونزو خلاص ياست لکه د سردرد ، ګنګستيا ، او زیاته خوب او سستۍ څخه به خلاص ياست

Comments are closed.