افغان کومانډيان له مقاومت جهي سره يو ځای شوي
خبریال ويب پاڼه/ د امریکا د بیا روغوني د څار ادارې سيګار په يوه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د پرځول شوی حکومت د ملي اردو او کومانډو ځينې سرتيري د مقاومت له ملي جبهي سره يو ځای شوی.
سیګار په خپل راپور کې د امریکا د استخبارتو ادارې د يوه راپوره پر بنسټ دغه ادا کړي ده؛
سیګار زياتوی چې دغه سرتيري د تالبانو پرضد له يادې جبهې سره يو ځای شوی دی.
بل خوا بیا د مقاومت ملی جبهې ویاند صبغت الله احمدی رسنيو ته منلي چې په زیاته پیمانه افغان کومانډویان او دملي اردو سرتیري له دوی سره يو ځای شوی دی.
ښاغلی احمدي زياتوي چې د تالبانو ناوړه چلند او د هېواد ترينګلي حالاتو د ملی اردو او کومانډیی سرتیري دېته اړ کړی چې د وطن د ازادۍ په پار د مقاومت له ملی جبهي سره يو ځای او تالبانو خلاف جګړه وکړي.
افغان سرتیري څه وایې؟
ځینو افغان سرتیرو چې د امنتي ستونزو له امله يې خپل نومونه نه دي اخیستي رسنیو ته ویلي چې دوی فکر نه کوی چې په زیاته کچه دي افغان کومانډويان د مقاومت له ملی جبهي سره يو ځای شوی.
يو تن چې مخکې د ۷۰ نفرو په سره په ملي پوځ کې قوماندان وو دایچه ولی ته ويلی: په لومړيو کې ځینې افغان سرتیري د مقاومت له جبهې سره يو ځای شول خو اوس فکر نه کوي چې افغان کومانډویان دې له مقاومت له جبهې سره تازه يو ځای شوي وي.
دد په وينا [ زما دوه عسکر هم په لومړيو کې له دې جبهې سره يو ځای شول خو وروسته يی لاره بیله کړه او ایران ته ولاړل.
باید وویل شي په دې وروستو کې ځينې لوړپوړي پوځي چارواکي هم د مقاومت له ملی جبهې سره یو ځای شول چې له هغې ډلې جنرال سمع سادات او په خوست کې افسره ځلا ځاځۍ د يادولو وړ دي.
څو ورځی وړاندي جنرال سمع سادات په يوه مرکه کې په ټولو افغان پوځیانو غږ وکړ چې له تالبانو سره يو ځای نشي او له هغوی سره ګډ کار ونه کړي.
د ښاغلي سادات په وینا تالبان یوه ترهه ګره ډله ده باید له منځه یوړل شي، هغه زیاته کړه چې تر څو د تالبانو په ضد سم مناسب ګام نه وي اخستل شوی باید افغان پوځیان په خپلو کورنو کې کينې.
د يادولو وړ ده کله چې تالبان په کابل واکمن شول له هغه را وروسته ډیری وخت داسي ويډیوګانې په ټولنيزو رسنیو خپریږي چې افغان پوځيان او دولتي کارونکي د تالب وسلوالو له خوا سخت شکنه او ځورول کیږي.
د بي بي سي په يوه راپور کې ویل شوي وو: د ۲ میاشتو په ترڅ کې د تالب وسلوالو له خوا تر ۱۰۰ زیات افغان پوځیان شهيدان شوي دي
Comments are closed.