The news is by your side.

ملا حسن خپل ټول واکونه ملا برادر ته انتقال کړل

خبريال ویب پاڼه/
د تالبانو د حکومت د کابینې مشر ملا محمد احسن اخوندخ خپل ټول اجرايوي واکونه خپل لومړي مرستيال ملا برادر اخوند ته انتقال کړل.
تازه تالب سرچينو هم رسنيو ته منلي چې ريس لوزرا خپل ټول اجرایوي صلاحیتونه ملا برادر اخوند ته انتقال کړل.
ریس لوزرا ملا محمد حسن اخوند له ډیري مودې له يوې سختې ناورغۍ کړيده خو نن له ماسپيښن راهیسې د تالب سرچينو په وينا د هغه لاسونو کار پريښې او فلج ته ورته يوه ناروغي ورته پيدا شوي ده.
په کابل کې هم يوه روغتون په رسمي ډول د ملا محمد احسن اخوند ناورغي تاييد کړي ده.
بل پلو بیا خبريال ویب پاڼې ته هم تالب سرچینو تايید کړی ده چې ملا محمد حسن اخوند له ډیرې مودې رهسې ناروغ وو.
خبريال مخکی هم څو ځله د ملا محمد حسن اخوند د ناورغي په تړاو راپورنه خپاره کړي وه مخکي له دې چې تالبان په افغانستان واکمن شي ملا محمد حسن اخوند د کراچۍ په يوه روغتون کې بستر وو.
بايد وويل شي خبريال ويب پاڼې ته مخکي هم داسې معلومات رسيدلي وو يوه اونۍ مخکي له ملا محمد حسن اخوند څخه اجرایوي صلاحیتونه اخیستل شوي وه.

پر افغانستان د تالبانو له واکمنۍ ورسته دا تر ټول لوی بلون دی چې د تالبانو په منځ کې رامنځته کيږي.
د هغه معلوماتو په اساس چې خبريال ویب پاڼي رسيدلي دی د تالبانو په حکومت کې نور لوی تغيرات هم را روان دي . ددغو معلوماتو په اساس د تالبانو په حکومت کې به په څلورو پړوانو کې تغیرات رامنځته شي.
لومړی دا چې د انجونو له شپږم ټولګي پورته به ټول ښونځي تړل کيږي تر هغه وخته چې نړيواله ټولنه يی ټول مصارف پر غاړه واخلي.
دوهم دا: ريس لوزرا ملا محمد حسن اخوند بايد له واکه لري کیدل او پر ځای يې ملا برادر اخوند وټآکل شي.
دریم دا : د تالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي هم باید له دندي ګوښه شي.
څلورم دا : د ترياکو او مخدره توکو د منع او بنديدو فرمان وو.

باید وویل شي چې ملا محمد حسن اخوند مخکی هم د کومو دقيقو پریکړو واک نه درلودل هغه يو په داسي ډول دنده مخته وړله چې يوازي د روحاني مشر رول ادار کړي .

د شنوونکو په خبره تالبان په اوس وخت کې له لويو ګواښونو سره مخ دي چې له هغې ډلي په افغانستان کې روان اقتصادي ناورین دی او بله دا چې په خپله د تالبانو په منځ کې هم لوی اختلاف شتون لري

Comments are closed.