The news is by your side.

مسلمیار په لومړي ځل له تالبانو مننه وکړه

خبريال ویب پاڼه/ د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادي مسلميار په خپلو تازه څرګندونو کې ځان ته افرین ورکړی چې له هېواده ونه تښتيدم.
فضل هادي وويل کله چې موږ له هېواده تښتيدلي وای نو بیا يې بهر کې موږ ته کوم مسولیت را کاوه؟
د ده په وینا کله چې تالبان راغلل نو ما داسې فکر کاوه چې تالبان به مې يا ووژني او یا به مې هم زنداني کړي خو داسې ونه شول زه ډير خوشحاله يم او له تالبانو مننه هم کوم.
کوم کسان چې له هېواده تښتيدلي هلته په بهر کي ورته هیڅ زمينه نه ده مساعده ولې دوی بايد په هیواد کې عادي ژوند وکړي او راشي.
هغه ټولو تښتيدلو ته لارښوونه وکړه چې د تالبانو له جوړ شوي کميسون سره مذاکره وکړي ځان ډاډمن کړي چې امنيت به يې خوندي وي بيا دي راشي خپل هیواد ته کومه ستونزه به نه وي ورته.
مسلمیار پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تالبانو د يو شمېر سياسونو د بيا راتګ لپاره ځانګړی کمیسیون جوړ کړی ترڅو هغوی هېواد ته را وغواړي.
خو داسې ښکاري چې تالبان به هغه راغلي کسان د کرزي او عبدالله غوندي وساتي.
د هغوی حالت د يوه نظر بنده انسانانو په څېر دی چې بهرنيو هېوادونو ته د سفر اجازه نلري او دا اعتراف خپله کرزي هم وکړ.
اوس چې د مسلميار په خبره پخواني سياسون روژه ماته کړي نو ښايي ځانونه زنداني کړي.
په دې وروستيو کې د تالبانو هڅې د مشروعيت لپاره زیاتې شوي چې له سیاستوالو فعالینو نيولې آن تر هنرمندانو پوري يې هېواد ته راغوښتي.
يوې ښځينه افغان هنرمندې غزال عنايت اعلان وکړ چې کابل ته په روژه کې ځي کوم کار چې هيڅ کله یې فکر نه کيده داسې ګمان کيږي چې ښايي دې کسانو ته د تالبانو له لوري ځانګړی ډاډ ورکول شوی وي

Comments are closed.