ډالر کالدارې ته تاريخي ماته ورکړه/پاکستان به له سياسي بهران وړاندې اقتصادي بهران چپه کړي
خبريال ویب پاڼه/ په نړيوال او کور دننه بازارونو کې د کالدارې ارزښت د ډالر او نورو پيسو په وړاندې په تاريخي ريکارډ کې راغلی او له دې څخه داسې مالومیږي چې پاکستان مخ د ځوړ پر لور روان دی.
د نن له بازارونو تازه راپورونه دادي چې په تاريخي او ريګارډي شکل د ډالرو په وړاندې د پاکستانۍ پيسې لويدنه بې مخينه ده او دا لومړی ځل دی چې دا کار کيږي.
له تيرو دوه کلونو د پاکستان اقتصاد مخ د صفر پر لور روان دی او که چیري يې د پيسې ارزښت همداسې مخ پر کښته روان وي نو ويلای شو چې پاکستان به تر سياسي بهران وړاندې اقتصادي بهران چپه کړي او و به یې خوري.
له امریکا سره د پاکستان ترينګلتيا ښايي عمران او پاکستان ته په لږ لوړه بيه تمامه شي ځکه دا هېواد د نا امنیو او نورو سياسي کړکيچونو سره په اقتصادي برخه کې هم مخ پر کښته روان دی او داسې نه ښکاري چې ژر دي وژغورل شي.
د پاکستان د ملي کرنسي دا بې ارزښت حالت کې له بهرانونو سره نوره مرسته هم کوي او ښايي پاکستان چپه کړي.
د دې هېواد دننه په حکومت کې هم بايد د هغه ستونزړ یادونه وشي چې تازه رامنځته شوې دي.
نن د پاکستان محکمه عمران خان او پار لمانونه ژغو ري خو که چيري ونه ژغورل شي نو بيا به ټاکنې کيږي او لومړی وزير به سرپرست ټاکل کيږي ولې د دې کارونو هيڅ چمتوالی پاکستان نلري
پاکستان په دې وروستيو کې د ژوند ډيري سختې شېبې ازمون کوي او داسې ښکاري چې دا به يې زنکدن وي په نړیوال مالياتي سهم کې بې باوري کلنی عايدات له پورونو څخه پوره کول سیاسي کړکيچونه د اجناسو لوړ قيمت د ملي کر نسۍ نه ثبات او داسې نور لاملونه د پاکستان اقتصادي نظام ګواښي
Comments are closed.