The news is by your side.

د تالبانو وحشت د خلکو غبرګونونه را پارولي

خبريال ویبپاڼه/ په ټولنیزو رسنيو کې د تالبانو داسي ويډيوګانو خپرې شوي چې پکې دوه تالبان لیدل کیږي دوه ځوانان ډير سخت وهې هغوی ورته قسمونه کوي چې روژه مو نه ده خوړلې خو دوی د روژې د خوړولو په تور هغوی ډير سخت وهي.

بل پلو بیا د تالبانو حکومت د امربلعروف وزارت په يوه خپره اعلامیه کې ويلي چې ياد کسان تالبان نه دي بلکې د هغوی په وينا دغه کسان عام اافغانان دي.
خوپه ویډیو کې هغه کسان چې نور خلک وهې د تالبانو جامي اغوستي او ځان اسلامي امارت ته منسبوي.

له هغه وروسته چې په ټولنيزو رسنيو کې يادې ويډيوګانې خپرې شوی د ګڼو افغانان سخت غبرګونونه يې را وپارول هغوی تالبان په دې تورن کړل چې د اسلام د سپڅلي دين خلاف کړنې تر سره کوي.

د ټولنيزو شبکو کارونکو تالبان په دې تورن کړي چې خپلي پوچې مفکري ته د اسلام نوم ورکوي د دوی په وينا چې دا په بربنډ ډول د اسلام مبارک دین توهین کول دی.

خالد ساپي په خپله فسبوک پاڼه ليکلې اسلامي امارت داسې کړنې ترسره کوي ته به وايی دین له خدايه نه بلکې د دوی مشر امیراالمونین ملا هیبت الله اخوند جوړ کړی وي .
د همت همکار په نامه يوه بل کارونکي لیکلی: تالبان د اسلام د دین ملاتړ نه کوی بلکي د خپلي پوچې مفکوری ملاتړي کوي.

ګڼو کارونکو په تالبانو سخته نيوکي کړي دي او هغوی يې په دې تورن کړی چې تالبان په خپلو کړنو هم د اسلام

هېره دې نه وي چې تالبانو مخکې څو ځله داسي کړنې تر
سره کړي وي چې هر وخت يې افغانان په وړاندي خپل غږ.اوچت کړی وو.

په دې وروستيو.د تالبانو له په افغانانو ډير سخت قيودات وضع شوي دي.
په ټولو افغانو.لازمی ګرځول شوي چې ږيره باید پريږدي شرعي لباس واغوندي او د دوی په وینا په پوره ډول ځانونه په اسلامي شریعت برابر کړي.

څو ورځي مخکي د تالبانو هغې پريکړي په پراخه کچه داخلي او نړيوال غبرګونونه را وپارول چې تالبانو د انونجو پر مخ د ښونځو د بنديدو فرمان صادر کړی.

د تالبانو ياده کړنه د افغانانو او نړيوالو له خوا په سختو ټکو وغندل او دا يې د نه بښلو جرم وبلل.

د ملګرو ملتونو سازمان مشر انتوني ګوتریش له تالبانو وغوښتل چې انجونو په وړاندي د ښونځو دروازي خلاصي کړې. شاغلي ګوتریش زیاته کړه چې د تالبانو له خوا د انجونو ښوونځي بنديدل يو نه بښونکي جرم دی.

 

Comments are closed.