امريکا د پوتین پر زامنو او سرګي لاوروف کورنۍ بنديزونه ولګول
خبريال ویب پاڼه/ په تازه دریځ کې امریکا له اکراين سره د ۲۰۰ ميليونه دالرو په ارزښت له اکراين سره د پوځي تجهيزاتو مرسته وکړه او همدارنګه يې پر روسیه باندې نوي بندیزونه ولګول.
د مالوماتو له مخې دا بندیزونه ان د روسي مشرانو تر کورنیو رسیدلي امریکا د د ويلامير پوتين پر زامنو او سرګي لاوروف چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير دی پر ټوله کورنۍ بنديزونه ولګول په دې سره هغوی نور امریکا ته سفر نه شي کولای.
داسې ښکاري چې د روسيې او اکراين ورځ تربلې په نړیواله کچه لویه کيږي او ورځ تربلې د سيمې ښکیلتیا نړۍ ته د خطر یو زنګ دی.
تراوسه پوري لاهم يو شمېر هېوادونه په دې تمه دي چې ګواکې روسيه به له جګړې لاس واخلي، خو جګړه روانه او هلته په لویو او وړو ښارونو کې ستر جنایتونه ترسره شوي چې له رسنیو پټ دي روسي ځواکونه په کورونو کې لاس تړلي ملکیان وژلي او بیا په ډېرانو باندې غورځولي دا یوه بده پېښه ده.
د اکراين ولسمشر ويلاديمير زلنسکي که څه هم پر سوله کولو ټينګار کوي خو و يې ويل نور دسولې تمه له روسيې څخه نلري او دا له امکانه ليري خبره ده.
نړيوالې ټولنې اروپایي اتحادیې او امريکا تر اوسه پر روسيې د پام وړ بندیزونه لګولي خو لاهم دا لړۍ روانه ده، روسيې تمه ده درلوده چې په ډیر کمه موده کې او لږ مقاومت سره اکراین ونیسي خو اوس چې مالومات راځي نو روسيې په اکراين کې ډيره ستره ماتې خوړلې او یو شمېر شنونکي وايي چې له اکراين څخه روس ته دویم افغانستان جوړ شوی، روسيې په کيلو مترونو لوی پوځي کتار د کيف د نیولو لپاره راوست خو اوس ټول عسکر له هغه کتار سره ورک دي له څو محدودو ښارونو ماسيوا روسيې يوازي تلفات ورکړي او تراوسه يې زرګونه عسکر په دې جګړه کې له لاسه ورکړي.
Comments are closed.