The news is by your side.

پاکستان د لوی ناوورین په لوري

خبرياله ویب پاڼه / له څو ورځو راهيسې په پاکستان کې د اقتصادي ګړکيچ تر څنګ لوی سياسي ناورين رامنځته شوی دی؛ درې ورځې مخکې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په غوښته ددغه هيواد ملي شورا لغوه اعلان کړه. چې ياده پريګړه د مخالفو ګوندونو او سياستوالو له ستختو غبرګونونو سره مخ شوه.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په يوه خبری غونډه کې امریکا ته په اشاره وویل چې ده ته یو لیک استول شوی چې د هغه په وینا ده او واکمن ګوند ته اخطارونه ورکړل شوي دي.
عمران خان تور پوري کړ چې په ياد لیک کې ده ته ويل شوي حتمن باید واک خوشي او ځای افوزیسیون ته پریږدي.

خو بل پلو بیا د عمران خان مخالفو سیاستوالو په هغه او د پارلمان په مشر اسد قیصر د قانون ماتولو تور پوري کړی او د هغوی په وړاندې يی د پاکستان په ستره محکمه کې عريضه ثبت کړي ده. له دریو ورځو راهیسې د پاکستان ستره محکمه په دې نه ده توانیدلی چې د حکومت مخالفه سیاستوالو عریضې ته ځواب ووايه.

دا مهال په پاکستان کې سياسي تشه رامنځته شوي ده ، د لومړي وزير په ګډون کابینه او د پاکستان ملي شورا له لغوه اعلان شوي ده.
په پاکستان کې د رامنځته شوی سیاسي تشې ترڅنګ دغه هیواد له ستخت اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی په پاکستان کې د توکو قیمتونه بیخې لوړ شوي دي چې عام پاکستان يي سخت په تنګ کړي ده.
په څو، څو واري د پاکستان په لویو ښارونو کې په زرګونو پاکستانيانو د ګرانیو له امله لاریونونه يی کړي وه او له لومړي وزیر عمران خان څخه یې د استعفا غوښتنه کړي او ښاغلی خان يی په بې کفايتي تورن کړي وو.

اوس پوښتنه دا ده که په پاکستان حالات همداسې روان وي ځه به کیږي؟

ددي پوښتنې دقیق خواب به وخت ووايې خو له حالاتو داسې معلوميږي چې که په پاکستان کې سیاسي حالات داسې روان وو شايد د پاکستان پوځ د هيواد ټولې چارې په خپل لاس کې واخلي او هلته يو ځل بیا پوځي حکومت رامنځته شي .

که څه هم پاکستان کې ملکی حکومت تر ډیره سمبولیک رول لري تر ډیره واک د پوځ په لاس کې دی په دغه هیواد کې په ټولو لویو پریکړو کې د پوځ له شتون انکار نشي کيدای.
د پاکستان ځواکمن پوځ په ټاکنو او هر ډول سیاسي مسایلو کې په پوره ډول داخل وی.
د پاکستان په تاریخ کې تر اوسه پورې يو ځل ملکی حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي ده ، چې تر دې مخکی ددغه هیواد پوځ هر ځل په ملکي حکومت کودتا کړي او ملکی حکومت يي له واکه لري کړی دی.

که دا ځل هم د پاکستان پوځ د ملک چاري په لاس کې واخیستې ددغه هيواد ترینګلی حالت به نور هم ترینګلی شي له او نړیوالو بنديزونو سره به مخ شي.
دغه بندیزونه به د پاکستان ځبلی اقتصاد نور هم وځپی چې د پاکستان د ټوټه کیدو او ویشل کیدو امکان هم شته دی

Comments are closed.