The news is by your side.

ايا ديکتاتوري ده؟ تالبانو عدليه وزارت کې د سياسي ګوندونو رياست لغوه کړ

خبريال ویب پاڼه/ په نورو هېوادونو کې له دولت سره موازي په حتمي توګه اپوزيسيون موجود وي خو په ديکتاتورو رژيمونو کې نه.
کله چې ټاکنې نه منل کيږي کله چې د خلکو غوښتنو ته احترام نه کيږي او چيري چې يوه ډله پر واک وي چې اوس افغانستان هم په دې حالت مبتلا شوی.
تالبانو د عدليې وزارت کې د سياسي ګوندونو رياست لغوه کړی او د دې رياست ټول کارکوونکي يې منفک کړي دي.
له دې پريکړې سره داسې مالوميږي چې تالبان مدنيت ته ژمن نه دي او د خلکو غوښتنو ته احترام نلري.
موده وړاندې تالبانو په ټولو افغانستان کې د مدني ټولنو فعالیتونه وځنډول خو نن دا دی لغوه يې کړل که چيري تالبان يوازي هرڅه پر خپل ځان باندې ختم کړي نو بیا يې بريا ناشونې ده.
اته مياشتې وړاندې تالبان پر افغانستان واکمن شول خو هغه مهال يې ځان او خپل واکمن دولت د نړۍ له ټولو قوانينو او معيارونو سره برابر باله هغه وخت تر يوه بريده نړۍ هم پرې باور درلود خو کله چې دوی ازمون ورکړ نو بیا مالومه شوه چې دوی لاهم هيڅ تغير نه دی کړی او د نوېمو کلونو په خوب ویده دي.
تالبان نه غواړي چې ان پر وړاندې يې ډير کوچنی نقد هم ترسره شي هيڅوک د نظر ورکولو حق نلري که څه هم تالبانو ويلي چې دوی د بيان ازادي ته ژمن دي ولې تراوسه پورې دوی ټولې افغانې رسنۍ سانسور کړې او خبریالان یې نيولي دي.
نړیوالو بنسټونو او نورو نهادونو له تالبانو د ژمنتيا غوښتنه کړې او ترې یې غوښتنه کړې چې افغان خبريالان په ازاده توګه خپلو چارو ته پرېږدي

Comments are closed.