د یوناما مرستياله د افغانستان مهم تصميمونه تالبان کابل کې نه بل ځای نيسي
خبريال ویب پاڼه/ د یوناما مرستیالې مټه نوډسن ويلي داسې ښکاري چې تالبان د افغانستان مهم تصميمونه کابينه کې نه بل ځای نيسي.
هغې د تالبانو وروستیو کړنو ته په کتلو دا څرګندونې کړې دي مټه نوډسن ويلي چې تالبان زياتې پريکړې کوي خو پ کابينه کې پرې بحث نه کيږي او کوم مهم تصميمونه چې نيول شوي نو په کابينه کې پرې تالب وزيرانو او نورو بحث نه دی کړی.
پخوا لاهم داسې شکونه ول چې تالبان او اوسني مشران چې د سټېج پر مخ دي يوازي سمبوليک شخصيتونه دي او کوم واک نلري او تصميم نه شي نيولی.
اوس ښکاره خبره ده چې تصميم په پاکستان نيول کېږي او پلې کول يې همدلته کيږي.
کله چې ملابرادر په دوحه کې له امريکايانو سره هوکړه وکړه ډير څه يې یو له بل سره ومنل ولې کله چې د عمل کولو وخت راغلی تالبانو نټه وکړه او له همدې امله په تالبانو کې ډلې جوړې شوې او تراوسه يې دولت هيڅ یوه هېواد په رسميت نه دی پیژندلی.
د ملګرو ملتونو نړیوالو او جهاني سازمانونو باور همدومره وو، چې په تالبانو باندې ترسره شو خو اوس له دې وروسته ښایي تالبان د يو شمېر افراطي پريکړو له امله زيان وکړي ځکه مالومه خبره ده چې د دوی فکر که پر افغانستان وتپل شي خو پر نړۍ يې تحميل کول ډير ګران کار دی.
له دې څخه جوته ده چې ملګري ملتونه هم په دې پوی شوي چې واک له تالبانو سره نه بلکې له بل چاسره او له همدې امله کومې مهمې پريکړې له د نجونو بندول له زده کړو دا تصميم پر دی او د دوی له واک څخه لوړ دی
Comments are closed.