The news is by your side.

امریکا: د ښوراو پوځي اډه باندې برید کړی

خبريال ويب پاڼه/ د مدرن پاليسي په نوم يوې ورځ پاڼې ويلي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د هلمند د ښوراو پوځي اډه کې د وسلو لوی زېرمتون له منځه وړی د تالبانو يو شمېر. سرچینو ویلي چې دا برید تیره چهار شنبې ترسره شوی.
ويل کيږي په دې برید کې د بوسټن کمپ په پوره توګه له وسلو او مهماتو ډک له منځه وړل شوی
د دې بريد په هکله تالبانو هرڅه پټ کړي خو له يوې اونۍ وروسته بیرته دا دی په ډاګه شول.
تالبان زياتې کمزورۍ لري خو د هرڅه په سانسور ولو سره يې ځان ډير پياوړی ښکاره کړی.
تالبان په دې محرومیت او خبرو پټولو غواړي یو ځل بیا د نوېمو کلونو واکمني پر افغانستان وکړي خو اوس دا خبره ډيره ليرې پاتي شوې او نوی نسل خورا بيداره دی.
تیره ورځ له دې خبر سره ترخوا داسې راپورونه هم خپاره شول چې په کابل هوايي ډګر کې د قطر هېواد ځانګړي ځواکونه تمرینات کوي او دا هغه ځواکونه دي چې يوازي يې موخه يې د امریکا ګټې او هغوی ته وفاداري ده خو له ټولو غبرګونونو څخه وروسته تالب پوی شو چې دا ښه کار نه دی ځکه یې دا خبر رد کړه.
اوس ښايي د ښوراو د پيښې د خياطي لپاره هم لاس په کار شي خو دا يوداسې پېښه ده چې هيڅ کله نشي پټېدلی.
امريکا په افغانستان کې د خپلو مهماتو او پوځي تجهيزاتو له شتون څخه اندیښنه لري ځکه يې يوداسې ګام پورته کړی.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امريکا به ییرته د خپلو وسلو او مهماتو ټولو لپاره افغانستان ته ځي، له دې څخه څرګندېږي چې امريکا به په اساني سره خپل وسلې او ټانکونه تالبانو ته پرې نه ږدي

Comments are closed.