The news is by your side.

تالبانو پر پاکستاني هليکوپتر ډزې کړې او يو جنرال يې پکې ژوبل کړی

خبريال ويب پاڼه/ يو شمېر سرچینې وايي چې د نيمروز ولايت کې تالب جنګياليو پر يوه پاکستاني هليکوپتر چې يو پاکستانی جنرال يې ليږداوه ډزې کړې او هغه يې پکې زخمي کړی دی.
په دې هکله تراوسه پورې پاکستاني چارواکو او تالبانو څه نه دي ويلي
تراوسه پوري که څه هم پاکستان د غبرګون پر ډګر نه مالوميږي خو داسې بريښي چې غبرګون به يې خورا سخت وي.
تالبان لاهم چپه خوله پاتي دي او داسې انګیري چې داسی کوم کار به نه وي شوی د پيښې انګيزه معلومه نه ده خو دا جزيات له يوه خپاره شوي ثبتي ږغ څخه ترلاسه شوي دي.
تالبان او پاکستان
تالبان او پاکستان ياهم په بل عبارت يو دولت په دې وروستيو کې چې کله تالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي تر يوه بريده تالبانو ترې فاصله اخیستې خو پاکستان له دې ډلې ډير مناسبات غواړي ولې اوس تالب هم لږ مغروره شوی او ځان مستقل دولت بولي، ځکه وخت ناوخته د پاکستان په وړاندې هم له خوندې لحجې او قهرجنو پاليسيو استفاده کوي.
ښایي د پاکستاني جنرال د چورلکې په نښه کول يوه پېښه وي که پېښه نه وي نو په ښکاره توګه هيڅ تالب نشي کولای چې د پاکستان پر خلاف ودريږي.
پر تالبانو باندې دا انتقاد دی چې اوس هم پاکستان د افغانستان په واک ورګډ او لويي پريکړې د دې هېواد په خوښه کوي.
تیره ورځ په افغانستان کې د يوناما مرستيالې هم وويل چې تالبان د مهمو پریکړو په هکله فيصله په کابينه کې نه بل ځای کوي.
ښايي همدا پاکستان وي چې د افغانستان په اړه اوس پکښې مهمې پريکړې کيږي.
يو شمېر کتونکي وايي چې د تالبانو مشر شيخ هي بت الله اخندزاده ډير وړاندې مړ شوی ولې د ده په نامه له پاکستانه فرمانونه راځي

Comments are closed.

koi finance