The news is by your side.

عام افغانان: ایران کې د افغانان پر شکجنه کیدو تالبان ولي چپ دي؟

خبریال ویب پاڼه /له تیرې يوې میاشتي راهیسې په ایران کې افغانان د ایرانیانو له سختو له ځورونو سره مخ دي.
خو په دې وروستو کې د هغو ویډیوګانو له خپریدو وروسته چې افغانان د ایرانیانو له خوا په سخته ډول شکنه کیږي او د هغوی توهین کیږي د عامو افغانان سخته غوسه او غبرګونونه را پارولي دي.

عاموافغانانو د ایرانیانو دغه ناوړه کړني په سختو ټکو غندلي او د ایراني وکړو يادې کړنې يې د ټولو بشري اصولو خلاف او ناروا کار بللی دی.

عامو افغانانو چې خپل اعتراضونه يې په ټولنیزو رسینو پیل کړي د ایران له حکومت او نړيوال ټولنې غواړي چې په ایران کې د افغانان په وړاندي یاد زیاتی ژر تر ژره ودرول شي.
ګڼو افغانانو لیکلي چې ایرانیان ډیر ظالم خلک دی او په بېوزله افغانانو څه چې يې زړه وي هغه چاري تره سره کوي چې دا د ټولو بشري او نړيوالو قوانینو خلاف کار دی.

د ټولننزو شبکو کارونکو نه يوازي دا چې د ایران پر حکومت او خلکو نیوکې کړي بلکې په تالبانو يې هم سختي نیوکي کړي.
هغوی تالبانو يوازي د افغانانو د ږيري او ښوونځي دوښمانان بللي.

د ټولنیزو شبکو کارونکو په تالبانو تور پوري کړی چې په حکومتولي نه پوهیږي بلکي يوازي د جنت او دوزخ لپاره لګیا دي.

د خالد پښتون په نامه يوه افغان په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې تالبانو ته شرم پکار دی. دوی يوازي افغانانو ته نران دي چې د هغوی په وړاندي ښوونځي وتړي ، ږيري پرې لويې کړي او لونګۍ ور په سر کړي.
هغه زیاتوي چې داسې سر او لونګۍ دې بلا ووهي چې څوک د خپل ملت په غم غمجن نشي هغوی ته په کار ده چې په کور کیني.

د ټولنیزو شبکو يو بل کاروونکي حمید پوپل پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي اوس به د جومات حر… دې انجام ته څه وايې.

ښاغلی پوپل زياتوي چې له يوې خوا پاڼ او له بلې خوا پړانګ دی.
د هغه په خبره بیوزله افغانان له يوې خوا د جاهلو ملایانو په بند کې ګیر دي او له بلې خوا د بې غیرته ګاونډیو له خوا.

هيره دې نه وي چې دا لومړی ځل نه دی چې د ایرانیانو له خوا افغانان سخت ځورول کيږي بلکي څو ځله مخکي هم د ایرانیانو له خوا افغانان سخت ځورول شوي.

تیر کال هغې ويډيو چې په ټولنيزو رسنیو خپره شوه د نړیوالو او افغانانو سخت غبرګونونه يې را وپارول.
په یاده ويډيو ښکارې چې افغان مهاجر په اور کې سوځي د ایران پږلیس او عام خلک ورته ولاړ دي هیڅوک يې د ژوغورلو هڅه نه کوي

Comments are closed.