The news is by your side.

عمران خان د ګل مرجان په پله نه يې منم

خبريال ویب پاڼه/ د پاکستان مخکني لومړي وزیر د پاکستان د سترې محکمې له هغې پريکړې وروسته خپل ملت ته په وینا کې ويلي چې دی او ګوند يې يې منې چې څوک يې له واک څخه لري کړي .

ښاغلي خان په مخالفو ګوندونو او سياست والو توری پورې کړی چې د بهرنیو کړۍ لپاره کار کوي د هغه په خبره دد حکومت د برنیو دسیسو په ترڅ کې له خنډ سره مخ شوی دی.

عمران خان ملت ته په خپله وروستۍ وینا کې وويل چې که يې ستره محکمه غږ وا نه ورې دی به د پاکستان ملت ته مخه کړي او له هغوی څخه د خپل حکومت د غځولو د بهرنيو کړيو مخه ډب کولو لپاره مرسته وغواړي.

تیره ورځ د پاکستان ستري محکمې د عمران او ددې هيواد د ولسنشر هغه پریکړه غیري قانوني اعلان کړه چې تر دې دری مخکي د عمران خان په غوښتنه د پاکستان ولمسشمر ددې هيواد ملي شورا لغوا اعلان کړه.

د پاکستان ولسمشر له هغه ورسته په دغه اقدام لاس پوري کړ چې د پاکستان په پارلمان کې يو ایتلاف رامنځته شو تر عمران ته عدم اعتماد رايه ورکړي او په دې توګه د هغه حکومت ته د پای ټکی کیږي.

 

دا مهال په پاکستان کې سياسي تشه رامنځته شوي ده ، د لومړي وزير په ګډون کابینه او د پاکستان ملي شورا له خوا لغوه اعلان شوي ده.

په پاکستان کې د رامنځته شوی سیاسي تشې ترڅنګ دغه هیواد له ستخت اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی په پاکستان کې د توکو قیمتونه بیخې لوړ شوي دي چې عام پاکستان يي سخت په تنګ کړي ده.

په څو، څو واري د پاکستان په لویو ښارونو کې په زرګونو پاکستانيانو د ګرانیو له امله لاریونونه يی کړي وه او له لومړي وزیر عمران خان څخه یې د استعفا غوښتنه کړي او ښاغلی خان يی په بې کفايتي تورن کړي وو.

اوس پوښتنه دا ده که په پاکستان حالات همداسې روان وي ځه به کیږي؟

ددي پوښتنې دقیق خواب به وخت ووايې خو له حالاتو داسې معلوميږي چې که په پاکستان کې سیاسي حالات داسې روان وو شايد د پاکستان پوځ د هيواد ټولې چارې په خپل لاس کې واخلي او هلته يو ځل بیا پوځي حکومت رامنځته شي .

که څه هم پاکستان کې ملکی حکومت تر ډیره سمبولیک رول لري تر ډیره واک د پوځ په لاس کې دی په دغه هیواد کې په ټولو لویو پریکړو کې د پوځ له شتون انکار نشي کيدای.
د پاکستان ځواکمن پوځ په ټاکنو او هر ډول سیاسي مسایلو کې په پوره ډول داخل وی.
د پاکستان په تاریخ کې تر اوسه پورې يو ځل ملکی حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي ده ، چې تر دې مخکی ددغه هیواد پوځ هر ځل په ملکي حکومت کودتا کړي او ملکی حکومت يي له واکه لري کړی دی.

که دا ځل هم د پاکستان پوځ د ملک چاري په لاس کې واخیستې ددغه هيواد ترینګلی حالت به نور هم ترینګلی شي له او نړیوالو بنديزونو سره به مخ شي.
دغه بندیزونه به د پاکستان ځبلی اقتصاد نور هم وځپی چې د پاکستان د ټوټه کیدو او ویشل کیدو امکان هم شته دی

Comments are closed.