مسلميار د غني د ليدلو کيسه وکړه او تالبانو ته يې مهم وړاندیز وکړ
خبريال ویب پاڼه/ د پرزول شوي جمهوريت د سنا مجلس مشر فضل هادي مسلميار په خپلو تازه څرګندونو کې له يو شمېر سياسونو سره د ليدنو کتنو په هکله خبرې کړې.
د مشرانو جرګې پخواني مشر پر ا ا باندې ږغ وکړ چې هرڅه پريږدي او د هېواد د بقا لپاره دي له خپلو سیاسي مخالفانو سره خبرو ته ولاړ شي.
هغه چې يوه مياشت متحده عرب اماراتو ته تللی وو په خپل بیان کې ويلي د دې مودې په ترڅ کې مې له ډيرو افغان سياسونو او مشرانو سره ولیدل او خبرې مې ورسره وشوې ولې د اشرف غني هیڅ خبر را نه غلی مسلمیار په خپلو خبرو کې ویلي له ټولو سره مې ولیدل ولې له محمد اشرف غني د افغانستان پخواني ولسمشر سره مې لیدنه ترسره نه شوه، خو يوه ورځ به را ورسیږي چې هغه هم ووينم او خبرې ورسره وکړم.
مسلمیار وويل چې تالبان دي تيرو تجربو ته په کتلو سره هغسې تيروتنې نه ترسره کوي او خپلو سياسي مخالفينو سره دي خبرو ته کښېني.
مسلمیار پر داسې مهال د تیر حکومت د غړو او تالبانو منځګړيتوب پيل کړی چې تالبان هم يو کميسيون جوړ کړی چې له بهره خپل سياسي مخالفين را وغواړي او افغانستان کې یې مېشت کړي.
اوس مهال په افغانستان کې د تير حکومت ډير کم کړي شتون لري او هغه يو شمېرو يې ماسيوا نور ټول له افغانستانه تښتيدلي دي.
که څه هم تراوسه د تالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندل شوی خو دوی اوس پوی شوي او کوښښ کوي چې کورنی مشروعيت ترلاسه او له هغه وروسته نړيوال رسميت ته ځان ورسوي
Comments are closed.