جلالي سادات ته: د قوي مقاومت ډير ناوخته شوی/ خو د تالبانو بقا هم په شک کې ده
خبريال ویب پاڼه/ په امريکا کې د پوهنتون استاد او د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي د وسلوال مقاومت ناوخته شوې او په ډير وخت بيا داسې مقاومت نه شي رامنځته کیدلی چې حالات تغير کړي.
جلالي ويلي هغه وخت چې د افغانستان پوځ جوړ وو، هرڅه منظم وو، تر يوې کچې يې امکانات هم درلودل خو په تاسف سره چې د ډيرو ضعیفو قواوو مقابل کې يې ماتې وخوړه او هرڅه تيت پرک شول اوس چې بیا سادات د مقاومت خبره کوي ډير ناوخته شوی چې بیا به په افغانستان کې يو داسې مقاومت رامنځته کیږي چې حالات بدل کړي.
په ورته وخت کې هغه پر تالبانو هم سخت انتقاد وکړ او زیاته يې کړه کله چې هر يو افغان په کور دننه کې عزت ونلري نو بیا څنګه امکان لري چې له هېواده په تېښته کې په بل هېواد کې عزت پيدا کړي ده وويل که چیري تالبان افغانانو ته په خپل هېواد کې عزت ورکړي نو ليري نه ده چې په بهر کې به هم عزت پيدا کوي.
هغه د تالبانو حکومت ته په اشارې وويل چې بقا يې په شک کې ده ځکه دوی د اسلام له په نوم پر خلکو خپلې پاليسۍ تطبيق کوي چې ښايي له کور دننه يې مقاومت را پورته شي.
هغه د پاکستان د نوي لومړي وزير ټاکل کېدلو ته غبرګون کې وویل چې پاکستان او پوځ يې اوس مهال د تالبانو پاليسيو باندې ډاډمن نه دی چې د دوی حکومت دي دوام وکړي ولې دوی هغه وخت غواړي له تالبانو ملاتړ وکړي چې بقا ولري او واکمني يې اوږده شي.
جلالي د تالبانو واکمني ته د شک پ سترګه وکتل او د هغوی د حکومت د دوام په هکله يې شک وښود او د دوی د حکومت په هکله يې بد خبرداری ورکړ
Comments are closed.