The news is by your side.

تالبانو یو ښه کار هم وکړ

خبریال ویب پاڼه/ د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د داعش ریښه مخ په ورکیدلو ده ولې د دې ډلې تمرکز اوس بل شوی دی او خپل اهداف یې بدل کړي.
تر دې وړاندې د داعش د خراسان څانګې د خطراتو په هکله ویل کیدل چې هغه به افغاننانو ته سرخوږی جوړ کړي او د تالبانو په وړاندې به ډير ژر سر راپورته کړي.
په دې راپور کې د افغانستان د ننګرهار او د ډيورنډکرښې له غاړې لیکل شوي چې په دې سیمه کې داعش د پآم وړ کمزورې شوې ولې په پاکستان کې يې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.
د دې راپور پر بنسټ اوس د خراسان څانګې له ګروپ څخه یوه تروریستي سازمان ته ارتقا کړې چې په سیمه کې فعالت لري خو تر واک لاندې څه نلري.
تالبان او داعش خراسان څانګه
امریکا له ډيره وخته داسې تبلیغات کول چې د داعش خراسان څانګه خورا قوي او د تالبانو په وړاندې به امنیتي ستونزې جوړې کړي او د اوړې په موسم کې به لوی بریدونه وکړي خو تالبانو وویل چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې شتون یوازي یو سمبولیک اړخ لري او دوی دومره کمزورې کړې چې له دې ځایه هیچاته هم خطر نشي جوړیدلی.
هغوی پر نړیوالو سټېجونو ډاډ ورکړ چې داعش د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپآره خطر نه شي جوړیدلی خو تالبانو هغه مهال پر امریکا تور پوري کړ چې د داعش خراسان څانګې لپآره استخباراتي تبلیغات کوي ترڅو دا ډله لویه وښيي
تراوسه پوري د تالبانو له راتګ سره یوازي د ډیرو کمو بریدونو مسؤلیت داعش منلی خو کله چې تالبان ننګرهار او نورو ولایتونو کې تازه مسولیتونه واخیستل هغه مهال څو بریدونه پرې وشول چې په پایله کې یې څو تالبان وهم وژل شول تراوسه پوري د داعش شتون دومره لوی خطر نه دی شوی چې په دې باندې حساب کړل چې دا یو لوی ګواښ کیدلی شي

Comments are closed.

koi finance