The news is by your side.

طالبانو ته يو بل بل ستر ګواښ

خبريال ویب پاڼه/ کله چې تالبان پر کابل واکمن شوي له سختو ننګونو سره مخ وو.په لومړيو کې تالبانو ته دا لويه ننګونه وه چې د هيواد حالات، اقتصاد او ادرې ننګونې څنګه را سمي کړي چې تر دې دمه تالبانو لا نه دي توانيدلي چې له اقتصادي ننګونو ځان وباسي .

که څه هم تالبانو مخکي څه نا څه ادري سیسټم درلود هغه دومره نه وه چې د يوه هيواد نظام دې وچلوې تالبان په دغه برخه کې هم له ستر ننګونو سره مخ دي ځکه تالبان په لویه او وړه ملکسي کدونو نه لري بلکلي ټول حکومت د ملايانو تر منځ تقسیم شوي چې دغو ملايانو نه يوازي عصري علوم نه دي لوستي بلکي په دیني برخه کې هم د پراخې کچې علم نه لري بلکې دوی د دیني په برخه کې ډير زوړ او پخوانی سوچ او فکري چې دې خپله تالبانو او حکومت ته يې لویې ننګونې رامنځته کړي.

سره له دې چې تالبان له سترو ننګونو سره مخ وو اوس تازه داسي اندايښنې دي چې له اختره وروسته شاید د تالبانو پر ضد پاڅونونه رامنځته شي.

تازه د افغان حکومت پخواني یوه جنرال سمع سادات هم په افغانستان کې د يوه پاڅون خبرداری ورکړی.
ښاغلي سادات په غږيز پیغام کې د پخواني حکومت په ټولو.نظامي اروګانونو ، سرتیرو او افسرانو غږ.کړی چې د وطن د ازادۍ لپاره له ده سره يو ځای شي د هغه په خبره تر څو وطن د بهرنیو یرغلګرو چې غالبا يې اشاره پاکستان ته ويلي خلاص کړي.

تیره ورځ په نوزستان کې هم يوې ډلې د تالبانو پر ضد د پاڅون اعلان وکړ په ټولنیزو رسنیو يوه خپره شوي په دغه ويډيو کې څو کسان د افغانستان له ملي بیرغ سره لیدل کیږي دغه کسان چې مخونه يې پټ کړي تالبانو ته خبردار ورکوي چې دوی به يې تر هغو په وړاندي جکړه وکړي تر څو چې افغانستان د دوی(تالبانو) له شره خلاص کړي.

باید وویل شي چې د مقاومت جبهې هم خپلو لیکو ته د نورو کسانو جذب زیات کړی او.وخت ناوخته د ځینو پيښو پړه پر غاړه اخلي.
د شنبې په ورځ د مقاومت جبهې اعلان وکړ چې په اندارب کې له تالبانو ګڼې سيمې نیولي.

هيره دې نه وي چې د تالبانو حکومت داخل کې هم سونزي رامنځته شوي خبريال ويب پاڼې ته مخکي هم داسې معلومات رسيدلي وو يوه اونۍ مخکي له ملا محمد حسن اخوند څخه اجرایوي صلاحیتونه اخیستل شوي وه.

پر افغانستان د تالبانو له واکمنۍ ورسته دا تر ټول لوی بلون دی چې د تالبانو په منځ کې رامنځته کيږي.
د هغه معلوماتو په اساس چې خبريال ویب پاڼي رسيدلي دی د تالبانو په حکومت کې نور لوی تغيرات هم را روان دي . ددغو معلوماتو په اساس د تالبانو په حکومت کې به په څلورو پړوانو کې تغیرات رامنځته شي.
لومړی دا چې د انجونو له شپږم ټولګي پورته به ټول ښونځي تړل کيږي تر هغه وخته چې نړيواله ټولنه يی ټول مصارف پر غاړه واخلي.
دوهم دا: ريس لوزرا ملا محمد حسن اخوند بايد له واکه لري کیدل او پر ځای يې ملا برادر اخوند وټآکل شي.
دریم دا : د تالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي هم باید له دندي ګوښه شي.
څلورم دا : د ترياکو او مخدره توکو د منع او بنديدو فرمان وو.

Comments are closed.