The news is by your side.

بارکزۍ: له احمد مسعود څخه ملاتړ اعلان کړ او د تالبانو د سقوط پيل يې په ګوته کړ

خبريال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د ښځو فعاله او همدارنګه د جمهوريت پرمهال په ناروې کې د افغانستان سفيرې شکريې بارکزۍ په خپلو تازه څرګندونو کې تالبان ناکام بللي او زياته کړې یې ده چې احمد مسعود مې د مبارزې برخه کې خوښ دی.
بارکزۍ وويل چې په هیڅ وجه باندې په افغانستان کې د هيڅ يوې رنګه جګړې طرفداره نه ده.
ولې د تالبانو مقابل کې د احمد مسعود د سیاست او تګلارې ستاينه کوم هغې وويل احمد مسعود له دې سره سره چې زياتې سياسي تجربې نلري خو بیا هم د نورو جهادي او سیاسي مشران چې ورته ويلی شو په پرتله ثابت قدم پاتي شو او معامله يې ونکړه ځکه نو د دې کړنو يې بايد ملاتړ وشي.
د بارکزۍ په وينا چې هرڅوک چې تالبانو ته د يوه قدرت فکر کوي نو دا غلط دی د تالبانو سقوط له همدا نن ورځې پیل دې.
د تالبانو د واکمنۍ او هغوی ته د راتلوونکو خطرونو په هکله ډير نظريات موجود دي.
يو شمېر شنونکي له تالبانو غواړي چې ټولو تجربو ته په کتلو سره بايد وړاندې ولاړ شي لومړيتوبونه بايد وپيژني او د يوه مشروع حکومت د جوړولو لپاره دي بايد ټول ګډونه فکر وکړل شي، او که داسې ونه شي نو ليري نه ده چې تالبان به هم خپل ټغر ټول کړي او دلته به نور خلک واکمن وي.
تالبانو دوه تر درې ځله کوښښ وکړ چې يو شمیر بهرنیو هېوادونو کې له احمد مسعود سره خبرې وکړي او هغه لارې ته راولي ولې د دوی‌ د پاليسي مطابق هغه هيڅ قانع نه کړل شو.
د تالبانو مشروعيت نه په کور دننه او هم دباندې په تيرو اتو مياشتو کې رامنځته شو، ځکه نو اوس کتوونکي د دوی واکمنۍ ته د خطر په سترګه ګوري او د سقوط او له منځه تللو دليلونه او اسباب يې وړاندي کولی شي.
د دوی له انده تالبان که جګړه ييز سقوط ونکړي نو ښايي سياسي کړکيچ او د دوی منځ کې خلا به د دې لامل شي چې واکمني يې چپه شي

Comments are closed.

koi finance