The news is by your side.

ملا عمر اخند له روسيې څخه د امريکا مقابل کې مرسته غوښتې وه

خبريال ویب پاڼه/ په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کله چې ملا عمر اخند د تالبانو اميرالمومنين وو، امريکا په دې بهانه چې افغانستان کې اسامه بن لادن پټ دی پر افغانستان د پوځي بريد تابيا نيسي دې وخت کې د امریکا ولسمشر د جمهوريت غوښتونکو له ګوند څخه جورج بوش وو، هغه يو سرټمبه سړی وو.
کله چې امريکا پر افغانستان د پوځي بريد خبره يا پيل کوي ورسره سم د تالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد روسیې ته لوی وړاندیز کوي.
د هغه وخت د روسیې د دفاع وزير سرګي ايوانوف په خپلو تازه څرګندونو کې د ملا عمر اخند له هغه وړانديز چې د امريکا په مقابل کې یې روسيې ته کړي وو، پرده پورته کړې.
ايوانوف وويل کله چې په ۲۰۰۱زیږديز کې امريکا د تالبانو پر واکمنۍ کې پر تالبانو بريدونه پيل کړل ورسره سم ملا عمر روسيې ته وړانديز وکړ چې له دوی سره متحد او يوځای شي ترڅو امریکا ماته کړي.
خو ایوانوف وویل هغه مهال د روسيې ځواب تالبانو ته دا وو، یوازي ( ورک شئ) ايوانوف دا نه وويل چې هغه مهال ولې روسیې له تالبانو سره نژدې والی نه کاوه لکه اوس چې يې کوي.
روسيې دوه ورځې وړاندې د تالبانو رسمي ډيپلوماټان په ماسکو کې ومنل هغوی د تالبانو سپين بیرغ په سفارت کې وګرځاوه.
روسيې اعلان وکړ چې د تالبانو د ډیپلوماټانو په رسميت پيژندلو سره د تالبانو د رسميت پيژندلو شرايط نه وړاندې کوي او دا معنی نلري چې تالبان دي د دوی له لوري په رسميت وپېژندل شي.
د تالبانو له واکمنۍ اته مياشتې تيريږي خو تراوسه پوري هيڅ يوه هېواد په رسميت نه دي پيژندلي ولې د روسیې په څېر ورسره يو شمېر هیوادونو سفارتي اړيکې ټينګې کړې او غواړي په تدريجي ډول سره دا ډله او دولت يې په رسميت وپيژني تراوسه زيات ځلي تالبانو دا هڅه کړې چې په رسميت وپېژندل شي.

Comments are closed.