The news is by your side.

سميع سادات: له روژې وروسته بيرته تالبانو سره جګړې ته راګرځو‌

خبريال ویب پاڼه/ د افغانستان د پخواني پوځ جنرال او د کابل د امنيت وروستی قوماندان جنرال سمیع سادات په خپل نوي ږغيز پيغام کې ويلي چې له روژې وروسته به يو ځل بيا راګرځي هغه پخوانيو نظامیانو ته په خطاب کې وویل چې افغانستان په بد حالت کې دی او ژغورل غواړي.
هغه وويل چې يو تحرک موجود وطن په بد حال کې دی تالبان چې راغلي هيڅوک عزت نلري هرڅه له منځه تللي او نيمايي افغانان له وطن څخه په تېښته کې دي.
د ده په باور چې دوی به يو قوت جوړيږي او د افغانستان د ژغورنې لپاره به سياسي، مدني او وسلواله مبارزه کوي او خپل هېواد به د ټوپک په زور ساتي.
سادات څو ورځې وړاندې په خپله تازه مرکه کې ويلي وو، چې افغانستان د تالبانو نه دی او دا حالت به تغير کوي ځکه چې تالبانو هیواد تبا کړی دی.
هغه وويل چې له مقاومت جبهې څخه خپل ملاتړ کوي چې مشري يې احمد مسعود کوي او همدارنګه يې وويل چې له هغه سره تماس کې دی.
د افغانستان په شمال کې د تالبانو پر وړاندې د يو شمېر ډلګيو د مقاومت اعلان او څه جګړه هغه ګواښونه دي چې خلک يې یو ځل بیا پر خپل راتلوونکي بې باوره کړي او وايي چې افغانستان به بیا د يوې بلې جګړې شاهد وي.
که‌ څه هم افغانستان تر يوې کچې له جګړې خلاص شوی خو ويره شته چې دا ارام حالت به ډیر وخت دوام ونکړي او يوه بله جګړه به د افغانانو دروازه وټکوي.
د مقاومت جبهې په دې وروستيو کې ادعا کړې چې په خپلو بريدونو کې يې تالبانو ته لويه مرګ ژوبله اړولې او د دوی کسان يې د بغلان له يو شمېر سیمو پر شا تنبولي خو تالبان بيا وايي چې د مقاومت جبهې ته یې درانه زيانونه اړولي

Comments are closed.