عمران خان په ټول هيواد کې د پراخو لاریونونو ګواښ کړ
خبريال ویب پاڼه/ د ياکستان مخکني ولسمشر عمران خان له هغه وروسته د پراخو لاریونونو.ګواښ کړی چې د پاکستان د پارلمان له خوا د عدم اعتماد په صورت کې له واکه څخه کوښه کړ.
پرون د پاکستان پارلمان عمران خان د ۱۷۲ رايو په درلودو سره صلب حلاصیت او له واکه لري .
د پاکستان په پارلمان کې د عدم اعتماد رايه اچونه له هغه وروسته جنجالي شوه چې ددې هيواد پارلمان مشر او.معاوین يې استعفا وکړه.
د راپورنو تر مخي چې د پاکستان د راتلونکي حکومت مشرۍ ته دوه تنه د افسزیسون مشر شبهازشریف او د تحریک انصاف ګوند غړی او د تیر حکومت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ټاکل شوي.
دا مهال په پاکستان کې سياسي تشه رامنځته شوي ده ، د لومړي وزير په ګډون کابینه او د پاکستان ملي شورا کې تشه رامنځته شوی.
په پاکستان کې د رامنځته شوی سیاسي تشې ترڅنګ دغه هیواد له ستخت اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی په پاکستان کې د توکو قیمتونه بیخې لوړ شوي دي چې عام پاکستان يي سخت په تنګ کړي ده.
په څو، څو واري د پاکستان په لویو ښارونو کې په زرګونو پاکستانيانو د ګرانیو له امله لاریونونه يی کړي وه او له لومړي وزیر عمران خان څخه یې د استعفا غوښتنه کړي او ښاغلی خان يی په بې کفايتي تورن کړي وو.
اوس پوښتنه دا ده که په پاکستان حالات همداسې روان وي ځه به کیږي؟
ددي پوښتنې دقیق خواب به وخت ووايې خو له حالاتو داسې معلوميږي چې که په پاکستان کې سیاسي حالات داسې روان وو شايد د پاکستان پوځ د هيواد ټولې چارې په خپل لاس کې واخلي او هلته يو ځل بیا پوځي حکومت رامنځته شي .
که څه هم پاکستان کې ملکی حکومت تر ډیره سمبولیک رول لري تر ډیره واک د پوځ په لاس کې دی په دغه هیواد کې په ټولو لویو پریکړو کې د پوځ له شتون انکار نشي کيدای.
د پاکستان ځواکمن پوځ په ټاکنو او هر ډول سیاسي مسایلو کې په پوره ډول داخل وی.
د پاکستان په تاریخ کې تر اوسه پورې يو ځل ملکی حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي ده ، چې تر دې مخکی ددغه هیواد پوځ هر ځل په ملکي حکومت کودتا کړي او ملکی حکومت يي له واکه لري کړی دی.
که دا ځل هم د پاکستان پوځ د ملک چاري په لاس کې واخیستې ددغه هيواد ترینګلی حالت به نور هم ترینګلی شي له او نړیوالو بنديزونو سره به مخ شي.
دغه بندیزونه به د پاکستان ځبلی اقتصاد نور هم وځپی چې د پاکستان د ټوټه کیدو او ویشل کیدو امکان هم شته دی
Comments are closed.