تالبانو د نجونو د ښوونځيو په هکله نوی خبر وړاندې کړ
خبريال ویب پاڼه/ د تالبانو د پوهنې وزارت ويلي چې دوی به د نجونو او هلکانو لپاره يوشان ليک لوست تطبيق کړي او په هيڅ صورت د نجونو د زده کړو مخالف نه دي.
شيخ نورالله منير په خپله تازه مرکه کې ويلي وزارت يې پر داسې يوې طرحې کار کوي چې زده کړه د ټولو لپاره برابره کړي.
هغه وويل په هيڅ صورت د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او داسې چاپيريال برابروي چې بغير له کوم خنډ څخه ټول له زده کړو څخه برخمن شي.
هغه دا هم ومنله چې د نجونو د ښوونځيو په بندیدلو سره له فشارونو سره مخ دي خو هيله يې وښوده چې ډير ژر به د ټولو نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې خلاصې شي.
کله چې نوی ښوونیز کال پيل شو، دوه ساعته وروسته د تالبانو مشر شيخ صاحب امر وکړ چې له شپږم ټولګي پورته نجونې نشي کولای چې ښوونځيو ته ولاړې شي او له هغې ورځې د نجونو پرمخ ښوونځي وتړل شول.
د تالبانو له دې پريکړې وروسته نړيوالو بنسټونو هېوادونو او نورو له تالبانو د همکارۍ او مهربانۍ لاره جلا کړه او تورن يې کړل چې پر خپلو ژمنو نه دريږي او هيڅکله به همکاري ورسره ونکړي.
پر داسې حال چې تالبانو د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي له زياتو نړيوالو فشارونو سره لاس او ګریوان دي هم د دوی اقتصاد او هم يې ورته مشروعيت کې خنډ اچولی.
د تالبانو مشرتابه د دې موضوع په هکله يوه خوله نه دی ځکه يو شمېر يې غواړي چې ښوونځي وتړل شي او بله ډله يې د خلاصون غوښتنه کوي
Comments are closed.