The news is by your side.

تالبان: له ايران څخه د بدل اخستلو لپاره استشهادي برید کوونکي استوو

خبريال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې ایران هلته د میشتو افغانانو پر ضد له ظلم تشدد او تیري څخه کار واخيست او ظلمونه یې وکړل د عامو افغانانو او يو شمېر نورو له لوري په خورا خواشينوونکي توګه وغندل شو.
د تالبانو حکومت هم ايراني سفارت وال احضار کړل او نن ذ بي ح الله مجاهد وويل چې ایران ورسره ژمنه کړې چې په ایران کې به د افغانانو په وړاندې تاوتريخوالی دروي او بس کوي به يې.
خو پر ټولنيزو رسنيو د تالب جنګياليو يوه تازه ویډيو خپره شوې او دا تالب په قهر سره ایران ته ګواښ کوي چې موږ به يې بدل اخلو هغه ويلي چې ټول تالبان دي د خپلو افغانانو د بدل اخستلو لپاره د ایران سرحد ته ځان ورسوي او د خپلو مشرانو امر ته دي انتظار شي، دا تالب جنګيالی وايي چې مېشت افغانان دي بې غمه اوس دوی به په ايران کې جګړه هم وکړي او استشهادي بریدونه به هم وکړي.
تالبان او ايران
په لوړه کچه تالب مشران هومره پر ګاونډيو هېوادونو تيز نه شي ورتلای لکه کشران جنګيالي چې ورباندې ورځي. تالبانو له واکمنيدو سره څو ځله دوی له ایران او پاکستان سره نښتې هم کړې او د هر بد عمل ځواب يې ورکړی خو په مقابل کې يې بیا مشرانو څه کړي غلامانه برخورد او د اوبو خوشي کیدل هغه څه دي چې بايد يادونه يې وشي.
که چیري په افغانستان کې يو قوي حکومتولي موجوده وای نو نن به افغانان په نړۍ کې هومره ذليله نه وای او نه به هم ايران او نه کوم بل هېواد ورسره داسې ظلم کولی.
د تالبانو په راتګ سره لکونه افغانان ښځې او ماشومان پر ډيرو خطرناکه لارو باندي بهرنيو هېوادونو ته ولاړل او لاهم روان دي ځکه چې يا د تالب له ډاره مجبورۍ لوږې او بې کارۍ داسې کړنې کوي

Comments are closed.