The news is by your side.

ډيره اسماعيل خان کې پنځه پاکستاني عسکر هلاک شوي

خبريال ویب پاڼه/ په ډيره اسماعيل خان کې ورځ تر بلې حالت کړکيچن کيږي او په دې سره یې پاکستاني عسکر ويريدلي او څوک چې سپین سترګي کوي نو په هلاکت رسيږي.
د تازه مالوماتو له مخې چې د پاکستاني عسکرو پر ګزمه برید شوی او زيات پاکستاني عسکر یې هلاک او له پښو غورځولي دي.
په دې سيمه کې د پاکستاني پوليسو يوه وياند علي جنجوعه د پيښې تاييد کړی او ويلي يې دي کله چې د دوی عسکر په ګزمه ووتل او غوښتل يې چې امن برقرار کړي خو خپله د نا امنۍ ښکار شوي، د هغه په وينا لومړی دوی په توغندي له پښو غورځول شوي او بیا پرې د ډزو باران شوی چې.
د ډيره اسماعيل خان د تحصيل کلاچه د پاکستاني عسکرو د هلاکېدلو شاهده وه.
د مالوماتو له مخې په دې برید کې زيات عسکر ژوبل شوي هم دي.
په دې هکله تراوسه کومې وسلوالې ډلې مسولیت نه دی منلی خو دا ډول بریدونه په خيبر پښتونخوا کې تل ټي ټي پي کوي.
دوه ورځې وړاندې هم د خيبر پښتونخوا په کرک ضلعه کې پر پاکستاني عسکرو برید شوی چې دوه يې قتل شوي وو.
سږکال د روژې په لومړۍ نېټه د ټي ټي پي عمليات د پاکستان د دولت پر وړاندې اعلان شوي د ټي ټي پي وياند محمد خراساني په يوه اعلاميه کې مالومه کړې وه چې د روژې له لومړۍ نېټې څخه به پر پاکستاني عسکرو او د دولت پر ټولو کارکوونکو باندې بريدونه پيل کوي، دا لومړی ځل دی چې ټي ټي پي داسې يو خطرناکه اعلان وکړ.
له دې سره ترخوا د اسوشيټيډ پريس اژانس خبر ورکړی چې د افغانستان په پرتله د داعش خراسان څانګې پاکستان ته د بریدونو لپاره زړه ښه کړی او غواړي چې په دې هېواد کې بريدونه وکړي.

Comments are closed.