The news is by your side.

امریکا: د يوه وسلوال برید په ترڅ کې ګڼ کسان وژل شوي

خبريال ویب پاڼه/ تازه: د امریکا په محتده ايالیاتو کې د يوه وسلوال برید په ترڅ کې ګڼو امریکايانو ته مرګ ژوبله اوښتیي ده.

د رسنيو د راپورنو پر بنسټ د امریکا په ستر ښار نیویاک کې د بروکلین په سمیه کې د يوه وسلوال برید په ترڅ کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

په ټولینزو رسنیو چې کوم عکسونه خپاره شوي په هغوی کې ګڼ شمیر په وینو لړلي جسدونه ښکاري.
ياده پيښه د امریکا په ځايې وخت د سهار په نهه بجو هغه وخت رامنځته شوه چې په ياد تم ځای کې ګڼ کسان را ټول شوي وو.

د نیویارک پولیسو له عامو امریکایانو غوښتی چې د پیښې ځای ته له ورتګ څخه ډډه وکړي د هغوی په خبره د بلي دې ته ورته پیښې امکان هم شته.

پولیسو رسنیو ته دا نه ده تایید کړی چې برید څه ډول برید وو او د چا له خوا تر سره شوه.

هیره دې نه وي چې په امریکا ډیریو غربیي هیوادونو کې وخت ناوخته دې ته ورته پیښې رامنځته کیږي چې ډیری وخت يې پړه تره ګري ډلي القاعده او داعیش پر غاړه اخلي.

دا برید په داسي مهال رامنځته کیږي چېـڅو وروځي وړاندي د القاعدې مشر ایمن الظاهري په يوه ویډیې پیغام کې امریکا د مسلمانانو په وژلو تورنه کړه.

د القاعدي مشر ایمن الظاهري امریکا ته خبرداری ورکړی او ورته کوته څنډنه وکړه چې مسلمانانو غچ له امریکا اخلي.
ښاغلي ظاوهري افغان طالبان د اسلامي نړۍ اتلان وبلل د هغه په خبره چې افغان طالبانو د خدای په مرسته د نړی ستر طاقت امریکا په ګونډ کړه

Comments are closed.