The news is by your side.

یو بل مهم کس هم د تالبانو په وړاندې مقاومت اعلان کړ

خبريال ویب پاڼه/ تاسې به په دې وروستیو کې ډیر داسې خبرونه اوریدلي وي چې د تیر حکومت پلاني جنرال پلاني افسر او پلانۍ له تالبانو سره د مقاومت ملاتړ وکړ او یا يې د مقاومت خبره وکړه؟
اوس تازه په تاجکستان کې د افغانستان د پروزل شوي جمهوریت د وخت سفیر چې لا هم ځان سفیر بولي او په خپله تازه مرکه کې يې له څنګ سره د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ هم ايښی ویلي دا چې تالبان د افغانستان سیاسون په یو چم افغانستان ته ورغواړي نو دا سیاسون ستره اشتبا کوي او بیا به پېښمانه وي ولې زه سره له دې چې افغانستان ته نه ځم بلکې د هغه جبهاتو ملاتړ کوم چې د تالبانو په وړاندې يې اوس وسله پورته کړې زما پیغام د افغانستان ټولو ځوانانو او نوي نسل ته دا دی چې د تالبانو په وړاندې و دریږي او د افغانستان غمه وخوري.
هغه وویل چې تالبانو په خپلو پالیسو او د دین له ادرسه په مزخرفاتو سره بیرته افغانستان ۶۰۰ کاله شاته بوتلی او لاهم دا کار ادامه لري چې دا افغانستان د نوي نسل لپاره یو بد خبر هم کیدلی شي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د پخوانیو چارواکو او سیاسونو له لوري د مقاومت د جهباتو ملاتړ لړۍ دوام لري او په دې وروستیو کې دا لړۍ چټکه شوې ده خو مالومه نه ده چې دوی به څومره ټینګ و اوسي او د تالبانو په وړاندې به مبارزه وکړي تیره شپه د افغانستان د پخواني پوځ یوه جنرال سیمع سادات داسې یو پیغام نشر شو چې پکښي يې د تیر اردو د سرتیرو د بیا منسجم کولو خبره کړې وه او ویلي يې وه چې د تالبانو مقابل کې به سیاسي مدني او وسلوال فعالت پیل کړي خو تالبانو د نوموړي دا خبرې تش ډایلاک وبللې او زیاته يې کړه چې دا د تبصرې وړ نه دي سادات تالبانو ته وویل چې د جګړې په ډګر کې سره ګورو

Comments are closed.

koi finance