The news is by your side.

د سینګار کرامت: اته نجونې له سینګاره مخکې او وروسته

د لسو ناروغو ښځو او یاهم د داسې ښځو چې څېره او د مخ پوست يې ډیر خراب وي مخکې له سینګاره او بیا وروسته له سینګاره انځورونه په دې مطلب کې راسره ووینئ
په دې مطلب کې د یوې داسې سینګرې ارایش ګرې په هکله درسره ږغیږو چې نوم کویر اواتیسیان دی او د روسیې هېواد اوسیدونکې ده هغه په سرطان مبتلا او هغه ښځې چې د مخ پوست يې ډیر خراب وي داسې سینګاروي چې تاسې به حیران کړي او د دې دا هنر د هغو ښځو هم خورا خوښ برېښي.
کویر دا انځورونه په خپل انسټاګرام هم نشر کړي چې د مینوالو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.

دا انځورو د یوې داسې میرمنې دي چې ویلي یې دي حتی د خپل واده او نورو خوښیو پر وخت يې هم له ځانه شک ختلی او سینګار يې نه دی کړی خو کله چې کویر سینګار کړه نو بیا یې زړه ته ولویدل چې هره ښځه که هرڅومره خراب مخ هم ولري کولای شي چې له سینګار وروسته ښه ښکاره شي.
دویم انځور

دا انځور د میرمن جمیلیا دی چې د داغستان هېواد اوسیدونکې ده هغې د یوې سختې سوځونې وروسته د مخ پوست او خپله ښکلې څيره له لاسه ورکړه هغې سره په دوه کلنۍ کې دا پیښه شوې خو کله چې له کویر څخه خبره شوه نو ځان یې یوځل پرې سینګار کړ او پر خپل ښایسته او ځان یې قناعت وکړ
دریم انځور

دریم انځور د جولیا دی چې په سرطان ناروغي اخته ده او هغه باید هر وخت روغتون ته ولاړه شي هغه کویر داسې سینګار کړې ده
څلورم انځور

دا ښځه لیلی نومیږي د کومې ښځې له موره او پیدایښته يې مخ داسې شوی هغه څو ځله د مخ جراهي هم وکړه خو مخ یې تغیر ونکړ ولې کویر په خپل جادو سره په سینګار داسې معطره کړه
پنځم انځور

دا ښځه ګیتي نومیږي له سینګار وروسته ډیره جزابه څيره لري د دې ستونزه داده چې د مخ پوست يې ډیر خراب او ورباندې سور رنګ او سرې دانې راخیژي خو کویر داسې ښکلې کړه
شپږم انځور

دا ولادا نوم لري او تراوسه يې د مخ د ښایسته لپاره ۱۵ سرجرۍ کړې ترڅو يې یو وخت مخ دومره ښکلی شي لکه کویر چې سینګار کړی
اوم انځور

د دې ښځې نوم نه دي اخیستل شوی خو سینګرې کویر په دې کې جادو کړی او د دې ښځې بدرنګه څیره يې داسې جوړه کړې

Comments are closed.