The news is by your side.

د تالب تر ږيره لاندي ايران وستايل شو

خبريال ویب پاڼه/ تالب پاکستان ته ژمن وو، خو نن مو وليدل چې ايران یې هم د غلامۍ پړی غاړې ته ور اچولی او هغوی چې څنګه يې زړه وي هغسې کولای شي.
چېري دي دا امارتیان؟ دا خلک خو باید و نیول شي او بندیان شي.
په افغانستان کې د ایران دا جاسوسان نن کوچني دي سبا غټېږي.
د داسې نمک حرامو مخنیوی په کار دی.
د ایران د سفارت پر دروازه یې سره ګلانو هم و پاشل او د ایران په همیت یې د ایران زنداباد نارې ووهلې.
هغه ايران چې هيڅکله يې د افغانستان ښې رازي نه ده غوښتې هغه ایران چې تر پرونه د تالب په خوله دښمن خو نن یې د ده په ورځ ظالم ايران ولمانځه موږ دې ته حيران يو چې څه ووايو ايا دا امکان لري چې د يو مظلوم په کورکې دي د هغه د سر دښمن ستاينه وشي او ولمانځل شي.
نن یو څو د ايران جاسوسانو په کابل کې د ایران سفارت مخې ته داسې شعارونه چې ایران پر افغان ګډوالو ظلم نه دی کړی لېږدول او د ايران په پلوي یې شعارونه ورکول له شک پرته چې دا واړه خلک د ایران سل فيصده جاسوسان دي او که یې نن مخه ونه نیول شي نو ليري خبره نه ده چې سبا غټ زېږوي.
عظيم عظيمي خو دي را وست او د ولس پارونې په تور دي زنداني کړ خو پوښتنه دا ده چې دې جاسوسانو ته ولې ګورې؟ تالبه ته په ایران کې پر افغانانو د شوي ظلم‌ د پوښتنې او ځواب نه یې نه شاباس.
په کار خو دا وه چې دا جاسوسان نن یې یو په عام محضر کې اعدام او ستا مستقلتوب او نارينه توب ته به موږ دوه لاسي سلامي کوله خو متاسفانه د افغانستان حکومتونه چې راغلي مستقل نه ول او نه به هم شي

Comments are closed.