The news is by your side.

د دې تالب مشرانو لوڼې د نړۍ معتبر پوهنتونه لولي او پوټبال هم کوي

خبريال ویب پاڼه/ په داسې حال کې چې تالبانو په افغانستان کې تر شپږم د نجونو د زده کړو منعه کړې ده پر مهال یې له يو زيات شمېر نړیوالو غبرګونونه سره هم مخ شوي دي.
اوس تازه يوې هندۍ ورځپاڼې په خپلو تازه مطالبو کې ويلي چې تالبان دوه چله کوي او په ښکاره ډول د اسلامي اصولو څخه سرغړونه کوي که هر تالب وږغوې نو هغه حديث شريفه چې څه ځان ته خوښوې بل ته يې خوښوه درته تکرار کړي ولې دوی داسې نکوي خپلې لوڼې يې د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې درس لولي خو په افغانستان کې يې پر نجونو د زده کړو بنديز لګولی.
هندي رسنۍ په ډاګه کړې تالبانو د عامې روغتيا وزير قلندر عباد لور، د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين عباس ستانکزي لور، او د تالبانو د قطر دفتر د مشر سهيل شاهين لور په نړيوالو معتبرو پوهنتونونو کې درسونه وايي.
دا ورځ ليکلي چې د سهيل شاهين لور له دې سره چې ښوونځی او پوهنتون لولي د خپلې ښوونځۍ په پوټبال لوبډله کې هم د پام وړ لوبغاړي ده ولې په وړاندې يې نه د پلار او نه هم د تالب ممنوعیت موجود دی او حتي حجاب کې پوهنتون ته نه ځي.
خو برعکس د افغانستان کې په یوه اسلامي جامعه کې لويي شوې ښوونځي او پوهنتون ته پر تګ ښکلی اسلامي حجاب لري تالبانو د خپلو ناسمو سیاستونو ښکار کړې او د زده کړو حق يې ترې اخيستی ولې دا يې نه دي کړي چې د زده کړو اجازه ورکړي.
تالبان په خپله دې پرېکړه له سختو انتقادونه او ښايي لویو بندیزونو سره مخ شي د دې ډلې د پوهنې وزير وويل چې د نجونو ښوونځي به ژر ده چې پيل شي ځکه دوی تر ډير سخت فشار لاندې راغلي دي

Comments are closed.