The news is by your side.

امريکايي سفیر د تالبانو په هکله له خطره ډکې خبرې وکړې

خبريال ویب پاڼه/ راس ويلسن چې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر وو د تالبانو او افغانستان په هکله تازه څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې تالبان سم نه دي.
هغه په خپله تازه مرکه کې موږ فکر کاوه چې تالبانو تغیر کړی ولې له بده مرغه چې دوی هیڅ تغير نه دی کړی او خپل تيرو کړو وړو ته ګرځېدلي دي.
د ده په وينا امريکا بايد د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ کومه لاره ومومي.
تالبانو د خپلې واکمنۍ په اوايلو کې ويلي چې مفکورې او ايډيالوژي يې له تير څخه زيات تغير کړی او هرڅه ته ژمن دي ولې نړۍ يې نه مني.
خو تالبانو په تدريجي ډول سره افغانستان وګړو ته په يوه زندان تبديل کړ د ښځو په وړاندې بنديزونه له زده کړو محرومیت د هر افغان په شخصي حريم باندې کار لودل او داسې نورې قصيې هغه څه دي چې نړيوال يې يو ځل بیا پر ځان بې باوره او اوس يې هیڅ خبره هم نه مني تالبان کوښښ کوي چې ځان ښه ثابت کړي خو د دوی کړنې د هغه څه چې دوی ځان پرې ثابتول غواړي مخه نيسي.
امريکا او ملګري ملتونو او نورو نهادونو هېوادونو له تالبانو څخه په کلکه وغوښتل چې د نجونو په وړاندې د زده کړو خنډونه لري او په عامه توګه دی افغان نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځيو ته په هر ټولګي او هر عمر کې دوام ورکړي.
خو تالبانو د خپلو ژمنو او نړیوالو قوانینو څخه سر پيچي کړې او د نجونو ښوونځي يې د دوی پر مخ تړلي
د تالبانو د بهرنيو چارو وزير هم ومنله چې پر دوی باندې د نجونو د ښوونځيو د تړل کيدلو له امله فشار زيات دی او پر يوې داسې جامع طرحې کار کوي چې له مخې يې زده کړو د ټولو لاس رسی تطبيق شي.
پر دې موقع يو شمېر خیریه نهادونو نړيوال بانک او هېوادونه پر تالبانو بنديز هم لګولی او داسې ويره شته که تالبان دا کار ونکړي نو ښايي چې حالات نور هم کړکيچن شي

Comments are closed.