The news is by your side.

هېنداره/ سيد شاه سقيم

په خپلو “بې‌ننګو” چارواکيو پسې پکو ولسه! کله دې ځان ته هېنداره نيولې؟

کله دې د خپلې څېرې په اړه هم فکر کړی چې څومره مهينه، څومره خيرنه او پمنه ده؟

راځه نن حساب وکړو، که له خپلې څېرې و نه وېرېدې، ناړې را تو کړه.

يو؛

دا پخواني، دا تښتېدلي، دا فاسد او ستا په خبره بې ننګه چارواکي څوک وو؟

چا درباندې راوستل، ته مړ وې؟ چا دې په څټ کې دروخېژول، ته ويده وې؟ دغه سپکې سپورې چې اوس وايې، هغه وخت دې خوله ګونګه وه؟

دوه؛

فساد ډېر يادوې، په مانا يې پوهېږې؟

په غالب ګمان دا ته چې يې يادوې، هدف دې رشوت دی؛ نو رشوت يوازې اخيستل کېده، که ورکول کېده هم؟

په قانوني چارو کې خو رشوت ته اړتيا نه پېښېده، که دې ورکاوه د دې لپاره به دې ورکاوه چې د نورو حق وخورې او کار دې تر نورو ژر خلاص شي. په ناقانونه چارو کې چې دي رشوت ورکړی، خو ته مجرم يې. هم دې ناقانوني کړې، هم دې تېری کړی، هم دې رشوت ورکړی او اوس ناست يې له ځانه دې شېخه پيشي هم جوړه کړې!

درې؛

اشرف غني‌ دې ولسمشر دی که نه دی، منې يې که نه، دا ستا کار دی، خو د دې خبرې حق نه لرې چې ووايې په کمو رايو ارګ ته تللی. ټاکنې کېدې، خلک کانديدان وو، ته راووتې؟ تا رايه ورکړه؟ د وطن د سرنويشت په ټاکلو کې پوښتل کېدې، تا زبون وهلی و، په کور ننوتی وې، نن بړ بړ کېږې چې پلانه ده او ډينګه ده او تر خوله لاسونه تېر وړې.

څلور؛

ټاکنې کېدې، هيڅ کانديد دې د خوښې نه و، سمه ده، خو تا په دېرش ميليونه انسانانو کې څوک له خپله ادرسه ور وړاندې کړ؟

ستا به حافظه کار نه کوي، خو هغه ورځې د هيچا نه هېرېږي چې د دې پرتمين وطن د برخليک پرېکړې کېدې، تا څه کول؟ يا به د تورسن مرکو ته له خندا شين وې، يا به دې د نجرابي ريشخندي ته د ګوتو په بندو حساب کاوه چې څومره هم‌قافيه نومونه يې واخيستل، کله به دې پدرام ښکانځه، کله به دې د الکوزي په چټياتو خندل او کله به دې د لېوال تښتېدلي مرستيالان د مجلس تومنه وه.

کله دې فکر کړی چې د وطن غرور تر هر چا وړاندې همدا تا ريشخند کړی، دې وطن ته تا په سپکه کتلي.

پنځه؛

ډېره لېرې نه ده، د وروستيو ورځو خبره ده. سپين بولدک د افغانستان تر ټولو مهمه ولسوالي ده. هر ځل چې يې سقوط کړی، څو ورځې وروسته نظام ورپسې چپه شوی، په اخيرو ورځو کې یې سقوط وکړ، پنځلس- شل ورځې سقوط وه، ط|البان د کندهار ښار تر لمنو ورسېدل، هلته خال خال ولايتونه پسې سقوط شول، بندرونه يو په بل پسې له واکه ووتل،‌ ياد دې دي، تا په هغو ورځو کې څه کول؟

کله به د حميدزي لالي د تر سر تړلي دسمال او په لاس کې توپک عکس ته له خندا ټيکۍ وې. کله به دې د اسماعيل خان په سپينه ږيره ملنډې وهلې چې زوړ شو خو سوړ نه شو، لا هم جنګېږي.‌ په شمال کې به د جنوب جنګ درته تر واورې سوړ و او په جنوب کې به دې د شمال په جنګ له خوشحالۍ ټوپونه وهل.  همداسې نه و؟

شپږ؛

د دې وطن د څومره ځوانانو غاړې درته ولوېدې چې راپورته شه، توپان را روان دی، هر څه په مخه کوي، هر څه له بنسټه نړېږي، اولادونه به مو غلامان وي، موږ به د ځان اختيار نه لرو، دا اردو له منځه ځي، دا قانون بې اعتباره کېږي، دا سرود، دا بيرغ، دا غرور او ژوند هر څه بربادېږي، تا څه کول؟

يا به دې ويل،‌ پنځه زره کلن تاريخ لرم، امکان نه لري چې پاکستانی دې کاږه راوګوري، يا به دې ويل ځوانان خلک بې زړه کوي، يا به دې وويل، دا يو خوب دی، خيال دی او مهال دی؛ اوس دې وليده؟

اووه؛

همدا اردو چې ته يې اوس يادوې چې چارواکيو ناروا ورسره وکړه، ډوډۍ يې نه ور رسوله، مرمۍ ورباندې پارچاوې وې او لاس تړلي دښمن ته پرېښوول شول، تا څه ورسره وکړل؟

ستا خو شېرين اولاد و، له خپلې وينې او هډوکو دې جوړ و. په ډبرو دې و نه ويشتل؟ همدا ته به په پوسته کې نه وې ورته ناست چې ط|البانو ته سلامي وکړئ او سنګرونه ورخوشې کړئ؟ ط|البان خو به دې سهار او بېګا پر مهمانخانه پنډ ول، خپل سرتېري ته دې کله يو تريخ ګيلاس چای نيولی؟ ستا د خپل دښمن ادرس دې ورکړی چې پسې ورشي؟ ستا د کور له مخې خښ بم دې ورښوولی چې ستا کور هم ورسره نړېده؟ خواره دعا دې کله ورته کړې؟ نېکبخته! ته خو به يې جنازې ته نه ورتلې، اوس ناست يې د ټګۍ اوښکې ورباندې څڅوې؟

اته؛

له بيرغه نيولې، تر قانونه، تر سروده او نورو ملي ارزښتونو، ټول تر ټولو وړاندې تا نه کړل سپک؟ هېر دې دي چې ملي سرود به غږېده، تا به ببره پښه د مخ پر څوکۍ اړولې وه او ټيټې سترګې به ناست وې. خپله مرداره ک/ونه درته د وطن تر ملي سرود درنه ښکارېده چې ورته پورته يې کړې. شل کاله ملي سرود وغږېده، دو بنده يې په ياد ويلای شې؟ د اساسي قانون پنځه مادې دې په ياد دي، يا دې لوستې دي؟ چې زېږېدلی يې کله دې ملي بيرغ پر کور درولی؟ پر اوږو دې هوار کړی؟ نو اوس ګيله له چا کوې چې دا هر څه يې په خاورو ولړل او مردارې پښې يې ورباندې کېښودې؟

نهه؛

هماغه حکومت چې ته يې کاواکه بولې، تا يې د دې خاورې د يوه فرد په توګه کله يوه سپارښتنه سمه منلې؟

حتا د کرونا په شپو کې چې درسته نړۍ قرنطين وه، زارۍ درته کېدې چې مه راوځه، کور ته ډوډۍ دروړل کېده، ته به چاودلې پوندې پر سړکو ګرځېدې. د خدای کعبه تړلې وه، خو ستا به په جوماتو وار نه کېده، په فاتحو کې به بې تربوزکه کښته پورته کېدې، په مړو به دې ريشخند واهه، په مرض به دې ملنډې وهلې، کله دې فکر کړی چې څومره وطنوال به ستا د دې حماقت له امله مړه شوي وي؟

برېښنايي تذکره دې نه اخيسته، واکسين دې نه لګاوه نه دې نورو ته ورپرېښود، بس چې حکومت به څه وويل، د هغه به ته مخالف وې. نو اوس ووايه! حکومت چا کمزوری کړ، تا له خپل حکومت سره د هغه په قوت کې څومره اخلاص وکړ او څومره دې د خپل نظام له پښو په خپلو لاسو خاورې وايستې؟

لس؛

د پوستو د سقوط ورځې دې هېرې دي؟ سرباز به پکې ناست و ته به له کولنګ سره ور وختې، څو تاره سيمان به دې پر اوږو بار کړي وو، کور ته به دې رسول. کانټينر به وويشتل شو، لمبې به ترې تاوېدې، تا به زرنج ور خوشی کړی و، پرزې به دې ځنې خلاصولې. ټانکر به په مرميو سوری و، تېلو به دارې وهلې، تا به بوشکه تر تخرګ نيولې ورځغلېدې چې ځنې ډکه يې کړې. د ښوونځيو مېزونه او دروازې دې و نه ايستلې؟ ته قسم وکړه دا اوس دې هغه دړې او لرګي په کور کې نه دي پراته، خيالي او هوايي مکتبونو ته تا لاره برابره نه کړه چې خپل اولاد دې ښوونځي ته نه لېږه او فاسد چارواکي يې پيسې جيب ته اچولې؟ 

يوولس؛

شل کاله دې ط|الب د توپک په زور په څټ کې سپور و، سمه ده. له ډاره دې ډوډۍ ورکوله، سمه ده. له وېرې دې په کور کې ځای ورکاوه، سمه ده. حکومت دې له ډاره نه ورباندې خبراوه سمه ده. د ط|الب مړی دې د ط|الب له ډاره د کلي د سړي په نامه پر اوږو ګرځاوه او د نظام ضد شعارونه دې ورکول، دا هم سهي ده. په سخته کې به دې د مېرمنو پرتوګونه هم له ډاره ور اغوستل دا به هم ومنو؛ د خپل زوی واک خو دې خپل و، هغه دې ولې د پاکستان مدرسو ته لېږه؟

دوولس؛

تېر حکومت دوه سری بولې، خو کله دې فکر کړی دا دويم سر يې څنګه وکړ؟

په دې ټولو ناکردو سربېره هم نظام و، حکومت چلېده، په دوه زره څوارلس کې چې ټاکنې کېدې، يوازې څلور ولسوالۍ سقوط وې، هغه هم نيول کېدې، خو نيول يې په مصرف نه ارزېدل. په ټاکنو کې دا ستا نيمه برخه د دويم سر تر شا و نه درېده؟ همدا تا د کودتاوو ګوتڅنډنې نه کولې؟ په تېرو ټاکنو کې د دويم ولسمشر د لوړې په موازې مراسمو کې پېريانو برخه اخيستې وه، که ته ولاړ وې او په ګړنګو لړلې کاغذي دسملونه دې ټولول؟

ديارلس؛

په خپل ايمان دې قسم وخوره، په تېرو شلو کالو کې چې په کوم ځانمرګي کې د بل قوم کسان شهيدان شوي، څو ځله يې جنازې او فاتحې ته ورغلی يې؟ د کلي سړيه! خدای ته مخ کړه، موږ ته شا را واړوه، په ښار کې د خلکو قتل عام کله ځورولی يې؟ نه ورباندې خوشحاله کېدې؟ د ښار افغانان کفار نه درته ښکارېدل؟

ځوارلس؛

د واک او قدرت جزيزو ته دې هم ګوته نيولې او خوشحاله يې چې ونړېدې، خو کله دې فکر کړی چې دا جزيرې جوړې کړې چا وې؟

کله دې له ځان سره چرت وهلی چې عليپور د چا د مېږوي په زور طيارې ويشتې؟ عطا محمد نور د چا د غاښو په زور د انسانانو پر غوږو خولې لګولې؟ قيصاري د چا د مټو په زور انسانان تر تېغ تېرول، دوستم د چا د اندامو په طاقت پر ايشچي خوت، حکمتيار ته د راکټو مرمۍ چا ور خېژولې چې پر کابل يې وولي، خو د دې هر يوه تر شا ته ولاړ وې، که نه وې؟

وجدان دې اجازه درکوي چې له دې منکر شې چې د خپلې سيمې زورور او ښکرور درته پيغمبر او د بلې سيمې خډر ښکارېده؟

پنځلس؛

نن سبا اورو چې وايې تېر حکومت په زرهاوو خونړي ط|البان خوشې کړل او په لوی لاس يې نظام سقوط کړ.

دا زندانيان په يوه شپه ټول خوشې شول که يې موده واخيسته؟ د دوی د خوشې کولو په پار په رابلل شوې لويه جرګه کې ته نه وې ناست؟ تا مشوره ور نه کړه؟ چې د خوشې کولو په پروسه کې به يې ځنډ راته، تا به چيغې نه وهلې چې هلئ حکومت د سولې مخالف کوي، را ويې پرځوئ. همدې ولسمشر ته تا پيغورونه نه ورکول چې ولې واک نه پرېږدي؟ تا ملامت نه باله چې واک ته دوام ورکوي؟ اوس چې يې واک پرېښود بيا هم ته نه يې خوشحاله.

خبرې ډېرې زياتې دي، خو چې لنډه يې ووايو! اصل د ستونزو ريښه ستا له کوره غځېدلې. د وطن په هره بربادي کې تر دښمن ته مخکې يې. هر زورور چې راغلی، تا يې پښو ته ځان غورځولی، خو چې پښې يې لړزېدلې، بيا دې هماغه لحظه ښکنځلی او بل ته دې پر ځان د ختو اشاره کړې ده.

نه نړۍ پوهېږي چې ته څه غواړې، نه دې واکدار او سرلاری په غوښتنه پوهېږي، نه خپله پوهېږې چې چېرې ځې، څه کوې، څه غواړې، اخير څنګه يې غواړې؟

تر څو به ښکنځلې کوې؟ تر څو به دې تر خوله ځګاړې بادېږي؟ تر څو به د خپلې ملامتۍ پېټي پر يو او بل ور غورځوې؟ تر څو به دې د ځان او وطن جوړېدو ته داسې واڼې وتلې وي؟

کله به د خپل سرنويشت د ټاکلو مسووليت په خپله اخلې؟ کله به د دې پر ځای چې فکر وکړې څنګه ونړېدې، پر دې کار وکړې چې څنګه پورته شې؟

شېرينه! تر قيامته هم د خپل زوال ملامت څوک نه شې موندلای، ځکه خپله دې خپلې پښې په تبر وهلې.

که داسې دوام ورکوې، پېړۍ وروسته به تر ډېرو سقوطونو وروسته هم د يوه بل سقوط پړې پر نورو اچوې، په ماضي کې به اوسې، يو او بل به تر ګرېوان نيسې، خو دښمن به دې په حال کې په خېټه کې پښه ايښې وې او له تا به ځان ورک وي.

څنګه ټکان بايد لا نور وخورې چې خوب دې وتښتي؟ څه بايد نور درسره وشي چې غيرت دې را ويښ شي؟‌ دا خاوره، دا کاڼي، دا بوټي، دا غرونه او دا سيندونه لا څه نور درسره وکړي چې د ځان درته ښکاره شي او ننګ پرې وکړې؟

تر خار و خس پسته! بمونو هم را پورته نه کړې

ريښه تر خاورو لاندې غږ د پسته‌‌اوور اوري

Comments are closed.