fbpx

د اوږدو زلفو نوى نړيوال ريکارډ جوړ شو

د نړۍ په هر هېواد کې خلک په دې هڅه کې دي، چې يو څه داسې وکړي چې بل چا نه وي کړي، يا که بل چا کړي هم وي، خو بايد دوى د هغوى ريکارډ مات کړي او خپل نوم د نړۍ د ريکارډونو په نړيوال کتاب کې ثبت کړي. اوس د يو ريکارډ لپاره نوې هڅه د يوکرين يوې ١٥ کلنۍ نجلۍ کړې، چې خپل نوم يې د ريکارډونو په نړيوال کتاب کې ثبت کړ.

د يوکرين ١٥ کلنې نجلۍ نه يوازې دا چې په خپلو اوږدو زلفو يې خلک حېرانه کړل، بلکې يو نړيوال ريکارډ يې هم جوړ کړ. په ټولنيزو رسنيو ډېرى خلک د هغې د ويښتو ستاينې کوي او داد ورکوي.

دا ١٥ کلنه نجلۍ د يوکرين د پلازمېنې کېف اوسېدونکې ده او اولينا نومېږي، نوموړې د ماشوموالي نه خپل ويښته اوږدول. اولينا نه يوازې دا چې په خپلو ويښتو ډېر پام کوي، بلکې د ويښتو د اوږدولو لپاره د ځانګړو بوټو څخه هم ګټه پورته کوي. هغې په خپل ټول ژوند کې تر دې مهاله پورې کله هم خپلو ويښتو ته قېنچي نه ده وروړې.

د اولينا د ويښتو اوږدوالى ٩٦ انچه دى. اولينا که په خپلو ښايسته او زيړو ويښتو د نړۍ خلک حېرانه کړي دي، نو همدا راز يو نړيوال ريکارډ يې هم جوړو کړ. هغه همدا راز په ټوله نړۍ کې د اتلس کلونو څخه د کم عمرې نجلۍ ريکارډ هم لري، چې اوږده ويښته لري.

دا نړيوال ريکارډ به ډېر ژر د نړۍ د ريکارډونو په کتاب (ګنيز بک آف ورلډ ريکارډ) کې ثبت شي. ياده دې وي چې تر دې مخکې د اوږدو ويښتو نړيوال ريکارډ د يوې هندۍ نجلۍ نيلاشي په نوم و، چې هغې ٦٧ انچه اوږده ويښته درلوده، او رسمي په ګنيز بک آف ورلډ ريکارډ کتاب کې يې نوم ثبت و.