تالبانو ښه کار وکړ: د ايران په ملاتړ د لاريون کوونکو مشر يې نيولی او مرکز یې ور تړلی
خبريال ویب پاڼه/ راپورونه وايي چې د ا ا ځواکونو د تيبيان مرکز مشر نيولی او دا مرکز چې د ایران جاسوسان پکښې پنډ ول تړلی دی.
د تبیان مرکز له څو کلونو فعالیت کاوه او دلته يې په افغانستان کې د ايران ګټې خوندي کولې.
کله چې ایران هلته له ميشتو مسافرو میلیونو افغانانو سره غیري انساني او غيري اسلامي چلند پيل کړ دلته زيات شمېر افغانانو او د تالبانو حکومت پر ايران انتقادونه وکړل او د داسې عملونو د بندولو غوښتنه يې وکړه خو دوه ورځې وړاندې د ایران څو جاسوسانو د افغانانو په وړاندې د ایران غیري انساني چلند دروغ وبلی او دا يې د دښمنانو يوه دسیسه ياده کړه هغوی نه تنها چې ټول افغانان دروغ جن وبلل بلکې د ايران پر سفارت يې ګلونه هم وپاشل چې د عامو افغانانو له سخت قهر سره مخ شول.
هغوی پر تالبانو او حکومت یې سخت انتقاد وکړ چې د دې جاسوسانو په وړاندې نه دريږي او د افغانانو د مظموميت پوښتنه نشي کولی.
ښايي تالبان همدې انتقادونو مجبوره کړي وي چې د تيبيان په نوم د ايراني جاسوسانو مرکز يې وتاړه او ښايي تر يوې کچې د ايران لاس په دې ډول سره لنډ شي.
د تيبيان مرکز مشر عيسی مزاري نوميږي او د عامو خلکو په وينا چې په مستقیم ډول دی او مرکز یې ايران ته کار کوي او د دې هېواد ګټې همدلته خوندي کوي.
تراوسه پوري رسمي امنيتي سرچينو په دې هکله د عيسی مزاري د نيولو په هکله څه نه دي ويلي
Comments are closed.