casino siteleri canlı casino siteleri
The news is by your side.

تالبانو ولې پيغمبر ص ته پر سپکاوي خلیفه حقان ي ته سزا ورنکړه؟

خبريال ویب پاڼه/ د تالبانو له راتګ څخه نهه مياشتې اوښتونکي دي چې ورځ تر بلې د افغانستان وکړي د دين په نوم هر يوه نه يوه خبره راګيريږي او شکنجه کيږي تالبانو په تازه اقدام کې ښوونځيو کې نکټايي بنده او خلکو ته يې د ږيرې پرېښودلو توسيعه وکړه.
دوی وايي دولت يې اسلامي او بايد په افغانستان کې شريک نافذ د لوی خدای ج عبادت وکړل شي او د پيغمبر ص سنت پر ځای شي.
په ورته وخت کې بيا د تالبانو مشران که څه هم ځانونه خليفه ګان ګڼي ولې کله د قرآن کريم په ډيرو اولیه او اسانه اياتونو کې غلطي کوي او کله کله داسې خرافات وايي چې د اسلام له نظره لومړی ويوونکی لومړی درواغجن او بيا د محمد ص په وړاندې ګستاخي او سپکاوی کوونکی پېژندل کيږي، د تالبانو د چارواکو د دين له ادرسه د دروغ کيسې ډيري دي چې‌ یوه يې د شیخ حماسي په نوم کوم لوی مفتي د سر ا ج ح قاني د پلار په حق کې کړې او ويلي يې دي چې د هغه مجاهدين وږي ول او کله چې ده خواست وکړ نو ورته له اسمانه پوست کړي پسونه راوړل شول او په کومه ونه ورته ځوړند ول او بیا مجاهدینو وخوړل.
د حماسي دا خبري د‌کوم ديني عالم له لوري جهالت او ستر درواغ وبلل شول او زياته يې کړه چې داسې يو کس هغه د خپل دلیل لپاره پيدا کړي چې د دې پسه غوښه يې خوړلې وي.
په تازه پېښه کې د ح قاني شبکې مشر سر ا ج الدین حقا ن ي وايي کله چې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال د دوی ځانمرګي بريدګرو پر کانټیننټل باندې برید وکړ نو دی وايي چې ما لو يوه برید‌ګر سره وروستۍ خبرې کولې او هغه راته وويل چې په الله ج قسم چې محمد صلی الله عليه وسلم په کانټیننټل کې زموږ د عملیاتو مشري کوي او دادی په دروازه کې ولاړ دی، له دې خبرې سره هغه ناست کسان ټول په ژړا شي.
اوس په اسلامي او منتقطي دليلونو د ح قاني دې خبرو ته وکتل شي نو ښکاره يې د محمد ص په شان کې ګستاخي کړې ايا کومه اسلامي محکمه او کوم دیني عالم دومره نر شته چې د اسلام له نظره پر دې موضوع څيړنه وکړي ځواب او سزا يې واوروي.
له دې څخه څرګنده ده چې تالبانو اسلام ګيروګان کړی او په شخصي توګه يې استعمال کوي چې څنګه يې زړه وو.
پوښتنه داده که چيري بل کوم چا داسې خبرې کړې وای انجام به يې په مرمیو باران مرګ او یا به هم په علني ډول‌ د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي اعدام شوی وای خو خپل باعزته ګرځي او داسې ښکاري چې تالبان ځان ته اسلام تراشي

Comments are closed.