تازه خبر: شيخ هيب ت الله د نجونو د ښوونځيو د بیا پیل امر نکړ لاسلیک
خبریال ويب پاڼه/ راپورونه او سرچېنې وايي چې تالبانو مشر شيخ صاحب د پوهنې وزارت هغه طرحه چې نجونې به تر شپږم ټولګي لوړې زده کړې هم وکړي نه ده لاسليک کړې او ان وزیر ته په قهر شوی هم دی.
د سرچینو په حواله د پوهنې وزير شيخ نورالله منير کندهار ولایت ته تللی وو او هلته يې د هغې طرحې چې نجونې اجازه لري ښوونځۍ ته ولاړې لاسلیک کړي خو له دريو ورځو وتلو وروسته هم شيخ منير و نه توانيدی چې هغه طرحه پرې لاسليک خو د هغه په لیدلو نه دی توانیدلی او ان شيخ صاحب ته يې مشاورينو ملایانو ويلي چې بايد د پوهنې وزير پر خپل دې کار باندي باید له دندې ليري شي.
په دې سره زيات امکان د دې ليدل کېږي چې د تالبانو په منځ کې به زيات شمېر ستونزې پيدا او ښايي دا ډله پر دوې برخې وويشل شي.
د کندهاري تالبانو له ډلې يې آن ملابرادر هم په دې قناعت لري چې نجونې دي ښوونځيو ته ولاړې شي د حق اني شبکې ټول غړي او مشرتابه هم په دې قانع دی چې نجونې کولای شي ښوونځيو ته ولاړې شي ول اوس يوازي خبره تر مشرتابه محدوده شوه.
Comments are closed.